1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د ترهگرۍ ضد ستراتيژې څومره بريالۍ ده

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آذر ۲۶, چهارشنبه

په پېښور کي په لسونو زده کوونکي د پاکستاني طالبانو په وسله وال يرغل کي ووژل سول. په داسي حال کي چي د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد خپله ستراتيژي بريالۍ بولي، د ښوونځي بريد بېل داستان بيانوي.

https://p.dw.com/p/1E657
انځور: picture-alliance/AP

د پاکستان د لوی درستيز راحېل شريف په شمول د دغه هيواد ټول لوړ پوړي امنيتي چارواکي په دې ډاډه دي چي د «ضرب العضب» پوځي عمليات چي په شمالي وزيرستان کي ادامه لري، بريالي دي. خو دا چي د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کي د دسمبر پر ۱۶مه نېټه وسله والو پر يو ښوونځی په وسله وال بريد کي د ۸۴ کوچنيانو په کډون تر ۱۴۰ زيات انسانان ووژل، دا د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ په هکله بېل انځور وړاندي کوي.

د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د پېښور د وسله وال بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. د دغي وسله والي ډلي وياند محمد خورساني د يرغل په ورځ وويل: «دغه بريد د پاکستاني پوځ د «ضرب العضب» عملياتو غبرګون دی، چي په ترڅ کي يې طالبان او د هغوی کورنۍ وژل کيږي او ويرول کيږي.»

خورساني ويلي دي: «په دوی کي (پر ښوونځي په بريد کوونکو کي) هدفي وژونکي او ځانمرګي بريد کوونکي شامل دي. دوی ته امر سوی وو چي مشر شاګردان ووژني، کوچنيان نه.»

طالبان اوس هم پياوړي دي

د سياسي چارو کارپوه مقصود احمد جان وايي، چي په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ د روانو عملياتو سره سره طالبان پياوړي دي. د هغه په وينا طالبان اوس هم د دې قدرت لري چي لوی بريدونه وکړي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «زه فکر نه کوم چي پوځي عمليات دي د دې جوګه وي چي افراطيان دي بالکل له منځه يوسي. هغوی په آساني سره خپل ځايونه بدلوي.»

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کي په شمالي وزيرستان کي خپل عمليات پېل کړل. له هغه راهيسي په پاکستان کي نسبتا په ترهګرو بريدونو کي کمښت راغلی وو. له هغه راهيسي د پاکستان حکومت ادعا کوي چي د وسله والو پاکستاني طالبانو غورځنګ يې سخت ځپلی دی.

د آسيايي او قيانوس هيوادونو د ګواښونو د تحليل د لندن مېشتي ټولني مشر عمر حميد وايي، چي د پاکستاني طالبانو وياند ويلي دي: «طالبانو غوښتل چي په دغه يرغل سره د پاکستان پوځ ته د خپل درد احساس ورکړي.» هغه وايي، پر ښوونځي باندي په بريد سره طالبانو داسي هدف ټاکلی دی چي په مستقيمه توګه يې د پاکستان پوځ اغېزمن کړی دی.

د سیاسي چارو يو بل کارپوه عبدل آغا بيا وايي چي د پاکستان پوځ په خپله د طالبانو د قوي کېدو سبب سوی دی. هغه ويلي دي: «دوی (د پاکستان پوځ) په خپله د يو شمېر وسله والو ډلو روزنه او ملاتړ کوي. نتيجه يې دا ده چي دوی (وسله والي ډلي) تر اوسه لا فعالي دي.»

د وسله والو ډلو پر ضد د پاکستان د پوځ د ستراتيژي په هکله آغا، دويچه ويله ته وويل: «حکومت د هغو ډلو پر ضد عمل کوي چي د دولت مخاليفان سوي، او يا په افغانستان کي د پاکستان د اوږد مهال پلان پر ضد دي. پاکستان غواړي چي ځيني وسله وال له منځه يوسي او ځيني د راتلونکي له پاره وساتي.»

«پاکستان په کابل کي خپل پخوانی نفوذ غواړي»

عبدل آغا، وايي چي د پاکستان پوځ څو واري د وسله والو پر ضد علميات کړي دي، خو اوس هم په دغه هيواد کي وسله والي ډلي فعالي دي. هغه وويل، چي پاکستان هيڅکله د ترهګرو د ريښو ايستلو ستراتيژي نه ده لرلې، ځکه چي د پاکستان واکمن مقامات تر اوسه پوري و افراطيانو ته د يوې ټلوالي په سترګه ګوري.

يو شمېر کارپوهان په دې آند دي چي پاکستان غواړي، له افغانستان څخه د ناټو ځواک تر وتلو وروسته په دغه هيواد کي خپل هغه پخوانی نفوذ بېرته تر لاسه کړي. هغه نفوذ چي په ۲۰۰۱ کال يې د طالبانو پر ضد د امريکايي ځواکونو تر بريد وروسته له لاسه ورکړ.

حميد په دې نظر دی چي د پاکستان د طالبانو موضوع له افغانستان سره تړلې ده. د هغه په آند ښايي اسلام آباد له افغانانو او امريکايانو څخه وغواړي چي د افغانستان په ختيځ کي د پاکستاني طالبانو د تحريک مشران په نخښه کړي. او پاکستان به ئې بيا په بدل کي افغاني طالبان د سولي له پاره د کابل له چارواکو سره خبرو ته کښېنوي.