1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان دولت پر ملاله یوسفزۍ شوی برید غندلی دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16NBU

تیره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري پر ۱۴ کلنې ملاله یوسفزۍ باندې شوی برید د پاکستان حکومت په کلکه غندلی دئ. دغه نجلې تیره ورځ په مینگوره کې هغه وخت په سر کې په ډزو وویشتل شوه کله چې له ښوونځي څخه په موټر کې د خپل کور په لور روانه وه. ملاله یوسفزۍ ته تیر کال د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوې وه. پر ملاله یوسفزۍ د تر سره شوي برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

په عین وخت کې د رویټرز خبري آژانس خبر ورکوي چې تیره شپه ډاکټرانو د زخمي شوي نجلې عملیات تر سره کړي او د هغې له بدن څخه ئې مرمې راایستلې ده. له دغو ډاکټرانو څخه یو تن چې ممتاز خان نومیږي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه لا اوس هم د بیهوشې په حالت کې ده او له دې امله په عاجل وارډ کې ساتل شوې ده. د پاکستان د ولسمشر او صدراعظم سربیره پر ملاله یوسفزۍ شوی برید د پاکستان د اپوزیسیون د یو شمیر گوندونو، د بخښنې نړیوال سازمان، د متحده ایالاتو او د ملگرو ملتونو له لوري غندل شوی دئ.