1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان حکومت په هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړی

۱۳۸۶ تیر ۲۱, پنجشنبه

د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې پر لال يا سره جومات باندي له حملې او قبضې څخه وروسته اوس په ټول هېواد کې د لانجو راپورته کيدو اند يښنې لري نو ځکه يي په ټول هيواد کې د بيړني حالت اعلا کړي.

https://p.dw.com/p/DKDn
د پاکستان پوځ د تيار سئ په حال کي دی
د پاکستان پوځ د تيار سئ په حال کي دیانځور: AP
په پاکستان کې بنسټپالوډلو او روحانيونو د غچ اخستني گواښونه کړيدي.
د سره جومات د اته ورځنۍ لانجې د انساني تلفاتو جاج تر اوسه پورې نه دی اخستل سوي پاکستاني چارواکي اد عاکوي چې د جومات د ننه له افغانستان او ازبکستان څخه راغلي اسلامي جنگيالي هم شامل وو
په رسمي ډ ول سره تر اوسه پوري د وژل سوو شمېر يو سلو شپږ تنه ښودل سوی چې يوولس تنه پکښي د ولتي سرتيري دي. خو تيره ورځ د ژغورلو د چارو کارکونکو خبر يالانو ته ويلي وه چې دولت له دوي څخه د اتوسو په شاوخواکې د مړو خلطې غوښتي وي بله خوا نن د لال يا سره جومات مرستيال مشر عبدالرشيد غازي خاوروته وسپارل سو چې د جنازې په مراسيمو کې يي د راپورونو پر بنسټ په زرگونو خلگو گډون