1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان حکومتي ايتلاف له منځه ولاړۍ

۱۳۸۷ شهریور ۵, سه‌شنبه

د پاکستان د پيپلز گوند او د نواز شريف په مشرۍد مسليم ليگ د گوند تر منځ د ايتلاف ماتېدل کومه د حيرانتيا وړ خبره نه ده...

https://p.dw.com/p/F509
د پيپلز اومسليم ليگ ګوندونو مشران ،اصف علي زرداري او نواز شريف
د پيپلز اومسليم ليگ ګوندونو مشران ،اصف علي زرداري او نواز شريفانځور: AP

د فبروري د مياشتي تر انتخاباتو لږ وخت وروسته، کله چه دواړه گوندونه دې ته اړ وه، چه ايتلاف جوړ کړي، لا اختلافونه وليدل سول . يوه ناندريزه موضوع د هغو شپېتو قاضيانو بيا گمارل وه، چي پرويز مشرف تېر کال د خپلو وظيفوڅخه لېري کړي وه. د نواز شريف دغه غوښتنه چه نوموړي قاضيان دې بېرته وگمارل سي ،د قوي ګوند پيپلز پارټي له خوا ونه منل شوه. د نواز شريف مسليم ليگ گوند د پيپلز گوند په پرتله د ايتلاف کوچنۍ برخه تشکيلوي .د پرويز مشرف په مقابل کي چه اوس يې استعفا ورکړېده ، د تحقيقاتو او پلټنوپيلول هم د پيلپلز گوند لخوا رد سول . نواز شريف په همدې دليل دايتلاف څخه د هغه د گوند وتل اعلان کړه،ځکه چه دده په وينا د نظر ډېر ژور اختلافات موجود ؤ.ده وويل ،

«په ډېرو مسايلو کي د پيپلز گوند د بيا بيا پاته راتلوله کبله اړ يوچه د حکومتي ايتلاف څخه زموږ ملاتړ پای ته ورسوو، او اپوزيسيون ته مخه وکړو.«

دا په داسې حال کي ده چه پيپلز گوند په پيل کي د مسليم ليگ د فشار له امله د قاضيانو بيا گمارل منلي وه . د حکومت تر جوړېدو دېرش ورځي وروسته بايد دغه حقوق پوهان پر خپلو وظيفو بېرته گمارل سوي وای، خو داسي ونه سول. د بي بي سي سره په مرکه کي د پيپلز گوند مشر اصف علي زرداري ددغي مسألې په هلکه وويل:

«داسې نه ده چه گواکي ما دي د موافقې څخه سر غړولی وي، بلکه هغه په يو خاص حالت کي يوه سياسي موافقه وه. کله چه مو هغه سند امضا کۍاو هغه مو د خپل دريز په حيث بدل کۍ،ورپسې بيا وضعي تغيير وخوړۍ.«

دا چه وضعي ولي تغيير وخوړۍ ، په دې اړه په پاکستان کي تاوده بحثونه روان دي . کېدای سي چه د پيپلز گوند مشر، چا چه د خپلي مېرمنې بې نظير بوټو تر وژلو وروسته د پيپلز گوند مشري پر غاړه اخيستې وه، د دې څخه بيره ولري چه قاضيان به د هغه په مقابل کي د فساد او رشوت په تور کيس جوړ کي . د پرويز مشرف سره مخالفت د مسليم ليگ او پيپلز گوند تر منځ د ايتلاف د جوړېدلو اصلي علت ؤ. د مشرف لخوا استعفا ورکول د دغه ايتلاف د ماتېدلو سبب وگرځېده. پيپلز گوند دې ته مخکي له مخکي امادگي نيولې وه چه د نواز شريف مسليم ليگ ګوندبه د ايتلاف څخه وزي . پيپلز گوندد نورو وړو گوندونو سره ځان ته لاره جوړه کړې ده، اوکېدای سي چّ نور گوندونه به اوس ايتلاف ته ورداخل سي . يعني پيپلز گوند به خپل قدرت وساتلایسي. ممکن چه د پاکستان د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته به دغه گوند نور قدرت هم تر لاسه کړي . اصف علي زرداري د پيپلز گوند له لوري د ولسمشر چوکۍته کانديد سوی دی . د نواز شريف مسليم ليگ گوند په خپل وار د نواز شريف پر ځای يو بل خپلواک کانديد نومولی دی. خو نواز شريف به په اپوزيسيون کي هم يو مهم رول ولوبوي . پاکستانيان دده قاطيعت او غوڅ دريځ ته په درنه سترگه گوري ،او داهم په داسې حال که چه د پاکستان حکومت کومه څرگنده سياسي کړنلاره نه لري.