1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو پخوانی معاون له خپلي دندي کوښه کړای شو

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د پاکستاني طالبانو د ډلي گوښه کړل شوي معاون فقیر محمد، له دولت سره د سولي د خبرو اترو ملاتړ کړی دئ. ویل کیږي چې هغه د پاکستاني طالبانو د مشر له خوا له خپلي دندې کوښه کړل شوی دئ.

https://p.dw.com/p/14GI9
انځور: AP

مولوي فقیر محمد، په باجوړ ایجنسۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان گڼل کیږي. په وروستیو کې په دغه سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ سوله شوې ده.

مولوي فقیر د یکشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله محسود، له خوا د پاکستان په یوه نامعلومه سیمه کې له یوې پټي غونډي وروسته له خپلي دندې گوښه کړل شو. دا خبره د سه شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، د فرانسې خبري آژانس ته کړې دي.

مولوي فقیر محمد د تلیفون پر کرښه له یوه نامعلوم ځای څخه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو هغه ته په مستقیمه او رسمي توگه د هغه د گوښه کیدو په اړه څه نه دي ویلي او نه ئې هغه ته په دې اړه کوم توضیحات ورکړي دي.

هغه زیاته کړې ده: «زه د رسنیو له لاري خبر شوم. ما ته په دې اړه کوم خبر نه دئ راکړل شوی او زه د دې پریکړي له پسمنظر څخه هم خبر نه یم.»

هغه ویلي دي چې د هغه د گوښه کیدو یو احتمالي لامل ښایي د پاکستان له دولت سره د سولي خبري اتري وي. فقیر محمد دا هم ویلي دي چې هغه دا خبري اتري ئې د خپلي مشرتابه له اجازې وروسته کړي دي.

کله چې له مولوي فقیر څخه وپوښتل شوه چې هغه اوس هم د پاکستان له دولت سره د خبرو اترو ملاتړ کوي او که نه، فقیر محمد په ځواب کې وویل: «زه فکر نه کوم چې دا دې کوم بد کار وي.»

د تحریک طالبان پاکستان ډله د بیت الله محسود له خوا جوړه شوې ده. محسود د ۲۰۰۹ کال د اگست په میاشت کې د یوې بې پیلوټه الوتکي په برید کې ووژل شو. د هغه تر وژل کیدو وروسته د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر بحثونه راپورته شول، خو حکیم الله محسود په دې وتوانید چې د مشر محسود ځای ناستی شي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت او په ځانگړي توگه د پیښور په ښار کې په ځانمرگي بریدونو او وسله والو نښتو کې زیاتوالی راغلی دئ چې پړه ئې پر طالبانو وراچول کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغاني طالبانو مشر ملا عمر هم له پاکستاني طالبانو څخه غوښتي وو چې په پاکستان کې بریدونه و نه کړي.

د افغان طالبانو یوه غړي په وروستیو کې د فرانسې خبري آژانس ته په دې اړه ویلي وو چې یوازي حکیم الله محسود د ملا عمر دغه خبره نه وه منلي.

حکیم الله محسود څو څو واري ویلي دي چې تر هغه وخته به بریدونه و نه دروي چې د واشنگټن له خوا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه وي درول شوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش