1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس نړيواله غوڼده د سرکوزي په وينا پرانستل سوه

۱۳۸۷ خرداد ۲۳, پنجشنبه

سرکوزي ژمنه وکړه چي دده هيواد به د افغانستان سره د خپلو مرستو اندازه دوه چنده کړي

https://p.dw.com/p/EIOl
د فرانسې جمهور رييس نوکولاس سرکوزي د غونډي تر پيل د مخه افغان اولسمشر ته د ښه راغلي په حال کي
د فرانسې جمهور رييس نوکولاس سرکوزي د غونډي تر پيل د مخه افغان اولسمشر ته د ښه راغلي په حال کيانځور: AP

د فرانسي جمهور رييس نوکولاس سرکوزي په پرانستونکې وينا کي ژمنه وکړه چي دده هيواد به د افغانستان سره د خپلو مرستو اندازه دوه چنده کړي، چي په دې ډول سره د فرانسي د مرستو اندازه 166 مليونه ډالرو ته ورسيږي.

د سرکوزي په وينا ددې مرستو اصلي هدف دادی چي افغانستان د ترورستانو، نړيوالي مافيا او د مخدره موادو د قاچاق برو څخه وژغورل سي.

د فرانسې د جمهور رييس نيکولاس سرکوزي د وينا وروسته افغان اولسمشر حامد کرزي وينا وکړه او د نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه، چي افغانستان ته چي د ډيرو ستونزو سره لاس په ګريوان دی د اوږدې مودې دپاره مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي په دې غونډه د 84 هيوادونو او نړيوالو سازمانونو او استازو ته وويل، چي افغانستان تر ټولو ډير د انرژۍ او کرهڼي په برخه کي مرستو ته اړتيا لري. هغه زياته کړه چي نړيواله ټولنه بايد خپلي مرستي د کابل د حکومت سره هم ږغي کړي. دغه راز نوموړي وويل « هغه واضيع جوړښتونه چي اوس په افغانستان کي موجود دي پخپله د افغاني تاسيساتو د جوړښت مخ نيسي.

کرزي پخپله وينا کي وړاندي وويل، په افغانستان کي د امنيت ټنګښت تر ټولو لويه ننګونه ده.

د پاريس په نړيواله غونډه کي اولسمشر حامد کرزي د يوه پنځه کلن پلان د تدبيق لپاره چي پکښي بې وزلي له مينځه ولاړه او د امنيت او ثبات لپاره اساس ترلاسه سي، د نړيوالي ټولني څخه د 50 ملياردو ډالرو د مرستي غوښتنه وکړه.

د پاريس د نړيوالي غونډي په برخوالو کي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د شمالي اصلس د دفاعي چارو يا ناټو عمومي منشي يبديهوف شيفر، د امريکا د متحده ايالاتو دمشر جورج بوش مېرمن لاوره بوش او د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزيره کونده ليزا رايس او د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير شامل دي.

د پاريس په غونډه کي سره لدې چي د هر يخوا څخه رزايت ليد کيږي ولي بيا هم کار پوهان په دې کي شک ويني ،چي دغه کنفرانس به د اړتيا وړ بدلون مينځ ته راولي.