1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني انتخاباتو په هکله سرمقاله

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

په جرمني کي انتخابات کیږي او ټولي نړۍ دغه هیواد ته نظر اچولی دی. داچي ولي دغه انتخابات دومره مهم دي او دویچه ویله څرنگه د هغه په باب رپوټونه ورکوي، مسؤلې مدیري اېنس پُول په خپله سرمقاله کي داسي لیکلي دي.

https://p.dw.com/p/2eOJe
Ines Pohl
انځور: DW/P. Böll

نړۍ په دغو اونیو او میاشتو کي په ډیري علاقه مندۍ سره جرمني ته نظر اچولی دی، هغه چي له ډیره وخت راهیسي داسي نه وو. ډیری هغه ته په عزت سره گوري او صفت یې کوي، خو ټوله نه: که ځیني کسان حتی په حسادت سره پوښتنه کوي چي څرنگه جرمني وکولای سول، پر ټولو چلنجونو او مشکلاتو سربیره دغه ډول یو اساسي ثبات رامنځته کړي، بیا نور د دې څخه بیره لري، چي دغه هیواد بیا په یوه ابر قدرت باندي تبدیل نه سي او هغه هم د اروپا په زړه کي.

ځیني کسان جرمني او د هغې صدراعظمې انګلا ميرکل ته د وروستي سنگر په سترگه گوري، چي اروپايي ټولنه د نړیدو او انحلال څخه راگرزوي، نور بیا پر جرمني باندي تور لگوي چي د اروپا پر براعظم باندي په خپل ټول قوت سره خپل مقررات او غوښتني تطبیقوي. هغه هم د اروپا د آرامۍ په خاطر نه، بلکي د خپلو گټو په خاطر: یعني هرڅه د خپلو صادراتو «اوله درجه صادراتي هیواد کیدو» او دوامداري اقتصادي ودي په خاطر.

انسان دوستي او که د هیواد د سقوط مخنیوئ؟

زه چي هرځای ته تللې یمه، له داسي خلگو سره مخامخ سوې یمه چي وايي د جرمني دا کار چي تر یوه ميلیون اضافه مهاجر یې منلي دي یو انسان دوستانه او بشري عمل دی، خو زه بیا له داسي قهرجنو نارینه وو او ښځو سره هم مخامخ سوې یمه، چي پر موږ باندي تور لگوي او وايي چي ډیر مهاجر مو په دې خاطر نیولي دي چي دغه مسیحي غربي هیواد له سقوط څخه راوگرزوئ.

له همدې سره سم موږ دویچه ویله هم راتلونکي پارلماني انتخاباتو ته ډیر اهمیت ورکوو. د سږکال سپټمبر پر ۲۴ جرمني یو نوی پارلمان انتخابوي او په دې هکله تصمیم نیسي چي څوک به په راتلونکي کي پر دغه هیواد باندي حکومت وکړي. د خارج له پاره د یوه پروگرام په توگه موږ غواړو دغه هیواد ته د نوي راگرځیدلي پاملرني څخه استفاده وکړي او دا توضیح کړو، چي زموږ په هیواد کي څه پيښه ده. څشي د دې باعث کیږي چي جرمنيان د اوسني حکومت د تگلاري سره په مجموع کي پوره قناعت ولري. کوم شیان بیا د دې سبب کیږي چي ځیني کسان له راتلونکي څخه بیره ولري او په دې باندي معلق وي چي ایا په داسي یو ملک کي کوچنیان وزیږوي چي د دوی په نظر به نور داسي نه وي، لکه ددوی په هيوادونو کي چي یې سړي فکر کوي.

ایا جرمني واقعأ تیار دی چي د مهاجرت د هیواد په توگه تعریف سي؟ او که په انتخاباتو کي د ښئ اړخو عوامپالو کامیابي د دې یو ښه دلیل دی چي حکومت داسي یوه تگلاره انتخاب کړې ده چي ډیری جرمنيان ورسره موافق نه دي؟

موږ به دا توضیح کړو چي د جرمني اقتصادي بریالیتوبونه له کومه ځایه سرچينه اخلي، تعلیمي سیسټم یې څنگه پرمخ ځي او څشي یې فوق العاده دي. موږ به خپل مشهوره سیاستمداران معرفي کړو او طبعأ د انګيلا ميرکل نظریات هم چي اوس د څلورم وار له پاره ځان انتخابوي او د جهان یوه له مشهورو څیرو څخه ده.

له چا څخه د څشي انتظار کږي او څه ډول خارجي سیاسي تگلاره لري؟ د مرکزي حکومت مهم مکلفیتونه کوم دي؟ له ناټو سره؟ پراختیايی سیاست څومره ارزښت لري؟ ایا د نظامي بودجې د ډېرښت پلان درلودل کاندیدان نور هم مهم کوي؟ او یا جرمني په اروپايي ټولنه کي خپل رول ته په څه ډول سره گوري؟

زموږ سره خبري او بحثونه وکړئ: جرمني په څه معنی؟

زموږ په دې کار او څیړنو سره موږ غواړو تر ټولو دمخه ستاسي سره په نژدې اړیکو او نظریاتو په تبادله کي پاته سو، یعني زموږ له لوستونکو، اوریدونکو او لیدونکو سره. زموږ خبریالان به د #askDW تر عنوان لاندي په خپلو سیمو کي د خلگو څخه پوښتني وکړي او خبري ورسره وکړئ.

موږ ستاسو څخه هیله لرو، چي مستقیمأ مداخله وکړئ. موږ ستاسي څخه پوښتني کوو، چي په څشي غواړئ پوه سئ، څشي باید موږ توضیح کړو او موږ ستاسي د نظریاتو او اټکلونو د بیانولو هیله کوو. د دویچه ویله په حیث موږ غواړو په راتلونکو میاشتو کي یو پلاتفورم يوو، په کوم کي چي نړی په ۳۰ ژبو بحثونه کوي، چي جرمني څشي دی؟ او کوم رول باید دغه هیواد په امنیتي مسایلو، د ناټو په منځ او یا هم د اروپايي ټولني په منځ کي په راتلونکي کي ولري؟ له راتلونکي حکومت څخه څه توقعات لرئ؟ له څشي څخه بیره لرئ، په کوم ځای کي تاسي د جرمني قوت او ضعف وینئ؟

تاسي زموږ مضامین او رپوټونه په تویتر او فیس بوک کي د Hashtag #GermanyDecides تر نامه لاندي او طبعأ په ټلویزون او انټرنیت پاڼه کي هم.

موږ په هغو مقالو او مضامینو باندي ډیر خوشاله کیږو چي بحثونه د ماهیت له لحاضه مخته بوزي. او موږ په ټوله نړۍ کي د خپلو خبریالانو او په بون او برلین کي زموږ د خبري څانگو په مرسته دا توضیح کوو چي په جرمني کي څشي پیښ دي او د څه په اړه د سپتمبر پر ۲۴، یعني د انتخاباتو په ورځ رايي ورکول کیږي.