1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معنوي: د ټاکنو قانون مو په لاس کي نسته

۱۳۹۱ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چي د ټاکنو قانون د افغان حکومت او پارلمان تر منځ سرگردانه دئ او ډيرژر بايد تصويب سي. کارپوهان وايي د افغانستان راتلونکې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پوري تړلې ده.

https://p.dw.com/p/16zia
انځور: DW

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چي د چارو د پرمخ بېولو له پاره قانون ته اړتيا ده. خو دغه قانون تراوسه هم د حکومت او پارلمان ترمنځ سرگردانه دئ.

افغان حکومت او پارلمان د ټاکنو شکايتونو ته د رسېدگۍ په کمېسيون کي د دوو بهرنيانو پر حضور باندي د نظر اختلاف لري.

د افغانستان پارلمان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د تشکيل او صلاحيتونه قانون داسي تصويب کړی دئ، چي په هغه کي بايد په ټاکنو کي د تقلب او تخطيو پيښي د دغه کمېسيون په ټاکنو کي شکايتونو ته د رسېدگۍ کمېسيون له خوا وڅېړل سي.

خو افغان ولسمشر نه يوازي په دغه کمېسيون کي د بهرنيو وگړو له حضور سره مخالف دئ، بلکي د ټاکنو د قانون په مسوده کي ئې تعديل راوستی دئ، چي له مخي ئې په ټاکنو کي تخطۍ او تقلب بايد د ټاکنو شکايتونو ته د رسېدگۍ کمېسيون له خوا نه، بلکي د افغانستان د قضايه قوې له خوا بررسي سي.

د افغان ولسمشر په باور، دغه کار به په ټاکنو کي د ډيرو لگښتونه ومخه ونيسي او ټاکني به افغاني بڼه غوره کړي. خو اپوزيسيون وايي، چي د افغانستان قضا د جمهور رئيس تر تاثير لاندي ده، او نسي کولای چي خپله بې طرفي وساتي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۱) د سياسي گوندونو او اپوزيسيون له استازو سره په یوه غونډه کي وويل: «دوه قانونه چي د ټاکنو په خپلواک کمېسيون پوري اړه لري، د حکومت، ولسي او مشرانو جرگې ترمنځ سرگردانه دي. له بده مرغه چي موږ دغه مراجعو ته لاس رسی نه لرو، خو سياسي کړۍ کولای سي، چي په دې برخه کي زموږ سره مرسته وکړي.»

د رای ورکولو د نوو کارتونو پر وېش باندي ټينگار

د ټاکنو خپلواک کمېسيون پتېيلې ده، چي د رای ورکوونکو نوم ليکنه پيل کړي. داسي انديښنې موجودي دي، چي که نوي کارتونه له نوو مشخصاتو سره ونه وېشل سي کيدای سي، چي د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کي پراخي درغلۍ وسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چي نزدې ۱۲ ميليونه افغانان د رای ورکولو مستحق دي او دغه کمېسيون بايد د ولايتونو او ولسواليو د هغو کسانو چي رايه ورکوي يو ځانگړی ليست ولري.
په پلان کي چي د ۱۳۹۲ کال د ثور په مياشت کي په نزدې ۴۵۰ مرکزونو او ۱۰۰۰ محلونو کي د رای ورکوونکو نوم ليکنه پيل سي.

معنوي وويل: «که د نوم ليکني پروسه بريالۍ سوه ټاکني به هم بريالۍ وي، که ونه سوه نو ټاکني به هم ناکامه وي.» په دغه غونډه کي د اپوزيسيون استازو پر دې باندي ټينگار کاوه، چي د رای ورکوني زاړه کارتونه بايد ونه کارول سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب