1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د کمېسیون چارواکي د څارنوالۍ تر پلټنو لاندي دي

۱۳۸۹ آذر ۵, جمعه

په داسي حال کې چې د پارلمانې ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان سوي خو لا هم داسي ښکاري چې د کاندیدانو، حکومت او ټاکنیز کمیسیون تر منځ لانجه همغسي پر ځای پاتي ده .

https://p.dw.com/p/QItW
د افغانستان د ټول ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوی
د افغانستان د ټول ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنویانځور: AP

تیره ورځ په یوه بي ساري اقدام کې لوی څارنوالۍ د کابل پولیسو ته امر کړی چې د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون څلور کلیدي غړي توقیف کړي.

په دغو کسانو تور دی چې د ټاکنو په بهیر کې یې درغلۍ کړي او ځینو یې د ملي ګټو خلاف څرګندوني کړي دي.

د لوی څارنوالۍ مرستیال وایې چې د کابل پولیس اوس دنده لري چې د ټاکنو د کمیسیون څلور غړي، نور محمد نور، ضیا رفعت، امان الله تجلي او شفیق کوهستاني ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

په دغو څلور کسانو کې دوه یې د کمیسیون نطاقان او دریم یې د ټاکنیزو شکایتونو د څيړنو مشر امان الله تجلي او څلورم یې هم د دغه کمیسیون د معلوماتي تکنالوژۍ د برخې ریس دی.

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایې چې دغه څلور واړه کسان به نیول کیږي او له هغوې دمخه یې د کابل په شهزاده سرای کې دوه او د کمیسیون دری نور کمشنران هم توقیف کړي دي.

نظری وویل:« مونږ دوه کسان تر اوسه نیولي، هغه تر توقیف لاندی دي، زمونږ نورې ګرفتارۍ هم رواني دي، او د ورځي تر اخره به معلومه سي چې مونږ څومره نور کسان هم په دغو درغلیو کې د لاس درلودو په تور نیسو.»

د لوی څارنوالۍ او ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ وروسته تر هغه لانجه رامنځ ته سوه چې دواړو یو پر بل په خپلو داخلي چارو کې د مداخلي تورونه ولګول.

خو د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور نن سهار دوچې ویلې سره په خبرو کې وویل چې دی په خپل کور کې دی او په عادې ډول خپل کار ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د لوی څارنوالۍ مرستیال وایې چې د کابل د پیسو د راکړې ورکړې په بازار کې یې دوه صرافان او دری هغه کسان دمګړۍ په توقیف کې ساتلي کومو چې د نوماندانو او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د یو شمیر غړو تر منځ د پیسو د راکړې ورکړي په برخه کې کار کاوه.

هغه یادونه وکړه: «دری کسان نور هم چې هغوي یا ارتباطي خلک د ټاکنیزو شکایتوړنود اورید د کمیسیون وو، دا به په جریان د تحقیق کې معلوم سي، هغوي هم تر توقیف لاندي دي او ترینه پوښتني ګرویږني رواني دي».

نظري د نیول سویو کسانو له نوم اخیستلو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوي څیړني به رواني وي.

د لوی څارنوال مرستیال وایې ټول هغه کسان به ونیسي چې په فساد او درغلۍ کې ښکیل دي.

دا په داسي حال کې ده چې د ټاکنو د کمیسیون یو ولایتي مشر پرون په دوه کاله بند محکوم سو.

د ننګرهار دغه پخوانی انتخاباتي چارواکی له خپلي دندې څخه په ناوړي ګټي اخیستنی تورن سوی وو.

میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم