1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يو والي ستر جشن

۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

کله چي په دغه شپه د برلين د سنا (Reichtag) څخه ډيري زياتي اورلوبي تر سره کيدې ، دډيرو خلګو سترګي اوښکو ډکي وې.

https://p.dw.com/p/PSzK
انځور: dpa

دوی داسي يو جريان ليدی، چي نه پخپله جرمنيانو او نه هم په نورو اروپايي هيوادو کښي چا باور کولای سوای.

په يوه سوله ايز انقلاب سره د دموکراتيک آلمان خلګو وکولای سول، چي سوسيالسټي دولت چپه، او حکومتي ودانۍ ونيسي. په دغه منځ کښي يو فير هم ونه سو ، د زور او تشدد څخه کار وانه خيستل سو، او هيڅ چا ته تاوان ونه رسيدی.

د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر د ۳ په دغه ورځ باندي دموکراتيک آلمان د اتحادي آلمان سره يو ځای ، او جرمنيان بيرته په يوه واحد دولت کښي سره ژوند کوي.

د متحد آلمان د هغه وخت جمهوررييس ريچارد فون وايڅيکر په همهغه شپه د جرمني د يووالي او اروپا د يووالي تر منځ ارتباط څرګند، اوويې ويل،چي:

«موږ جرمنيانو ته زموږ مسؤليت معلوم دی، او غواړو په يوه متحده اروپا کښي په ټوله نړۍ کښي د سولي دپاره کار وکو.»

د هغه وخت د صدارت عظمی ددفتر رئيس رودولف زايترس ددې دمخه ډيري کاري او هيجاني ورځي تيري کړي وې.

د صدراعظم هلموت کول د اعتمادي سړي په حيث دی په تيرو ۱۲ مياشتو کښي په ډيرو مهمو حادثو کښي حاضر ؤ.

د جرمني د يووالي د شپې د تجليل څخه يوه ورځ دمخه بايد د ډيرو کارو له کبله د برلين په اتحادي ماڼۍ کښي پاته سوی وای ،او پر خوب باندي يې بايد فکر لا نه وای کړی.

د جرمني تر بيرته يووالي پوري ۳۲۹ هيجاني ورځي

د برلين دديوال د چپه کيدو څخه بيا د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر تر ۳ تر پوري ۳۲۹ هيجاني او سختي ورځي په منځ کښي وې.

د دواړو دولتو د سياستمدارانو دپاره په دغو ورځو کښي خبري او معامله ډيره سخته وه ، او تصميم نيول پکښي آسانه نه ؤ. خصوصاً چه په دموکراتيک آلمان کښي بايد ډيرو شيانو تغير کړی وای.

د سوسيالسټي واحد دولت څخه چه کم وکيلان د ۱۹۹۰ کال په مارچ کښي انتخاب سول، بايد يو فدرالي دولتي شکل منلی، او د هغه نوي جوړ سوي شرقي ايالتونه په اتحادي آلمان کښي ورګډ سوي وای.

سربيره پردې دولتي کنټرول کونکي ارګانونه منحل او غربي مارک ددواړو خواو مشترکه پيسه وګرځېدل.

خو دا چي ولي اتحادي آلمان تلوار درلودی، او حتماً يې د اکتوبر پر ۳غوښتل ، دواړه آلمانه سره يو ځای سي، دليل يې معلوم ؤ.

په شرقي اروپا کښي د ريفورمسټانو تر غورځنګو وروسته په ټوله اروپا کښي هم خلګو د مسافرت دآزادۍ او د خپلو سياسي سيسټمو د تغيرغوښتنه کوله.

د بلي خوا د جرمني بيرته يووالي ته په ځينو اروپايي هيوادو کښي د شک او ترديد په سترګه کتل کيدل.

د اروپا په منځ کښي د يوه قوي جرمني دولت څخه تشويش راپيدا سو. د برتانيې صدراعظمي مارګريت تاچر د جرمني د بيرته يووالي پر ضد عملأ جبهه ونيوله. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا ميترا هم د جرمني بيرته يووالي ته نه ؤ خوشاله.

په روسيه کښي هم د اروپاد حالاتو او انکشافاتو سره موافقه نه وه موجوده، ځکه چي پخواني لوی قدرت شوروي د وارسا د پکټ پر هيوادو خپلي اغيزي د لاسه ورکړې، اوددې ګمان کيدی چه پر ګورباچف به کودتا وسي.

خو جرمنيانو طالع درلودل. ځکه په دغه وخت کښي د ګرده جهان پام د جرمني بيرته يووالي ته راګرزيدلی ؤ، او وروسته نوري داسي پيښي ، لکه د عراق لخوا پر کويټ باندي حمله او يا په شوروي کښي د ګورباچف پر ضد ناکامه کوښښونه نه وه تر سره سوي، که نه نو تر يو لږ ځنډ وروسته کيدای سوای دغه يووالی نه وای راغلي، او يا ډير په سختۍ سره.

ماتيياس هيلفيلد/ قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل