1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه جاپاني او يوه اردني پيلوټ د اعدام گواښ سوی

afp,rtr۱۳۹۳ بهمن ۸, چهارشنبه

ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د يوه جاپاني تر وژلو يوه اوونۍ وروسته اوس د دوو نورو يرغمل سوو د وژلو گواښ کړی دئ. د دغه گواښ هدف د هغوی د يوې انډيوالي آزادول دئ.

https://p.dw.com/p/1ERvl
انځور: picture-alliance/AP Photo

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د يوه جاپاني تر وژلو وروسته اوس يوار بيا په انترنيت کي داسي ويديو خپره کړې ده، چي پکښې په ۲۴ ساعتونو کي د يوه بل جاپاني او يوه اردني پيلوټ د وژلو گواښ سوی دئ.

په ويديو کي ويل کيږي، چي که په اردن کي بندۍ عراقۍ افراطي ساجده آل ريشوي آزاده نه سي، جاپانی کينجي گوتو به ووژل سي.

په ويديو کي جاپانيانو ته په خطاب ويل کيږي: «د جاپان حکومت ته وواياست چي پر اردن باندي خپل ټول سياسي فشارونه و آزمويي.»

په ويديو کي دغه راز ويل کيږي، چي اردنی پيلوت تر جاپاني گوتو لږ اوږد ژوند لري.

جاپان موږ د آزادولو له پاره ټولي هڅي کوو

په ويديو کي جاپانی گوتو ولاړ دی او د اردني پيلوټ عکس ئې په لاس کي ليدل کيږي. دغي افراطي ډلي د يوه بل جاپاني تر وژني لږ دمخه هم دغه شان کار کړی وو.

د افراطي ډلي اسلامي دولت له خوا دغه خپره سوې ويديو کي جاپانی يرغمل سوی وايي، چي په اردن کي د نيول سوي افراطي ښځي په آزادۍ کي هر ځنډ هغه مرگ ته نژدې کوي.

د جاپان لومړي وزير شينزي ابي ويلي دي چي هيواد يې په يوه جدي حالت کي دئ. د اسلامي دولت ډلي وروستی گواښ سخت غندل سوی دئ.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير فوميو کيشيدا ويلي دي چي د توکيو حکومت به له اردن سره خپلي ټولي هڅي وکړي چي يرغمل سوي کسان آزاد کړي، هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

باج ونه منل سو

څو ورځي دمخه هغه جاپانی چي د تير کال په اگست مياشت کي په سوريه کي نيول سوی وو، د ترهگري ډلي اسلامي دولت له خوا ووژل سو.

دغي ډلي د جاپان له حکومت څخه له ۴۲ کلن يوکاوا او گوتو د آزادولو په بدل کي ۲۰۰ ميليونه ډالره غوښتي ول، او ويلي ئې ول که دغه پيسي دوی ته ور ونه رسيږي دواړه جاپانيان به ووژني. خو د جاپان حکومت له لومړي سره د پيسي معامله رد کړه.

اوس اسلامي دولت ډلي د دوهم جاپاني گوتو د آزادولو په برخه کي په اردن کي د نيول سوي عراقۍ د آزادۍ غوښتنه کړې ده. دغه عراقۍ په ۲۰۰۶م کال کي د اردن په پلازمېنه عمان کي په يوه هوټل کي د چاودنو په تور نيول سوې او د اعدام په سزا محکومه سوې ده.

اردنی پيلوت مس آل کساسبي د ۲۰۱۴م کال په ډسمبر مياشت کي ونيول سو. دغه پيلوټ هغه مهال ونيول سو چي جنگي الوتکه ئې د اسلامي دولت ډلي له خوا وويشتل سوه.