1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان کابينې د سپما پلان ومنه

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

يونان د پورونو له بحران او د ډيوالي کېدو له گواښ سره مخامخ دئ. د نوموړي هيواد کابينې د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې، نړۍ وال وجهي صندوق او د پور ورکوؤنکو هغه وړانديز ومنه چي له مخي ئې بايد په لوړه کچه سپما وکړي.

https://p.dw.com/p/141ys
انځور: picture-alliance/dpa

د سپما د پلان مسوده د جمعې په ورځ کابينې ته وړاندې سوه. د يکشنبې په ورځ به دغه مسوده د يونان پارلمان ته د رايي اچونې له پاره وړاندې سي. د جمې په ورځ د شپې تر ناوخته پوري پر دغه مسوده غور او فکر وسو چي له هغه وروسته دغه پلان د کابينې له خوا ومنل سو.

د يونان د لومړي وزير پاپادېموس، له پاره د دغه پلان تصويب يوه لويه ننگونه بلل کيږي. له دې څخه مخکې چي کابينه دغه پلان ومني پاپادېموس څلور ساعته د خپلو وزيرانو سره ورباندې بحث وکړ او هغو ئې د پلان ملاتړ ته راوبلل. پاپادېموس وايي چي يونان د سپما پرته بله لاره نه لري:

«په دغه وخت کي کابينه د يوه تاريخي مسئوليت سره مخامخ ده. دا خو پخوا څرگنده وه چي هر څوک به د دغه بار د پورته کولو توان ونه لري.»

پاپادېمو په خپلو خبرو کي پنځو خپلو هغو وزيرانو ته اشاره وکړه چي د جمعې په ورځ ئې د احتجاج په توگه خپلې استعفاوې اعلان کړې وې. د لاوس ښي اړخه محافظه پال گوند دغو غړو وزيرانو د سپما نوی پلان د يوناني ولس له پاره د تحقير په پرتلی دئ. د حکومت د دغه ائتلافي گوند مشر جيورجوس کارڅافېريس، د دې څخه مخکې ویلي وو چي د سپما د نوموړي پلان مخالفت به وکړي.

خو د هيواد لومړي وزير پاپادېموس بيا ويلي وو چي که د سپما پلان ونه منل سي نو دا به د يونان د ډېوالي کيدو د بهیر د پېل معنی ولري. د نوموړي په وينا که يونان ډېوالي سي نو له کبله به ئې اقتصادي او اجتماعي گډوډی رامنځ ته شي.

گډوډی د جمعې په ورځ هم تر سترگو کیده. په دغه ورځ په زرگونو احتجاج کوونکو د سپما د پلان پر ضد د پارلمان مخکي په مظاهره لاس پورې کړ. احتجاج کوونکو ويل چي د معاشونو کمېدل او بیکاره کیدل به يونان د مسکنۍ او لاچارۍ سره مخامخ کړي.

د احتجاج تر څنگ يو څو کسانو چي مخونه يې پټ کړي ول پر پوليسو ډبرې او سوځېدونکي توکي وغورځول. په ځواب کي پوليسو له اوښکي بهېوونکي گاز څخه کار واخيست چي له کبله ئې يو څو کسان ژوبل سول. د شنبې په ورځ هم په يونان کي د سپما د حکومتي پلانونو پر ضد احتجاجونه دوام لري.

لومړی وزير وايي چي که د سپما پلانونه عملي سي نو د هيواد راتلونکې به ئې خوندي سي. د نوموړي په وينا يونان به وکړای سي چي له بحران څخه ځان وژغوري.

اټکل کيږي چي پرته د لاوس گوند به هم حکومت په دې وتوانيږي چي د يکشنبې په ورځ د سپما پلان په پارلمان ومني. د حکومت د ائتلافي گوندونو د استازو شمېر کفايت کوي چي دغه قانون ومنل سي. خو پوښتنه دا ده چي ايا د دغو گوندونو ټول استازي به د خپلو گوندونو دې غوښتنې ته مثبت جواب ووايي او که نه؟

توماس بورمان/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش