1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان حکومت د میلياردونو يورو د سپما پلان ومنه

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه
https://p.dw.com/p/141rz

د يونان حکومت د نړۍ والو قرض ورکوونکو هغه پلان منلی دئ چي په مرسته به ئې هڅه کيږي چي دغه هيواد د ډېوالي کېدو څخه وساتي. دغه پلان په اضطراري توگه د جمعې په ورځ د منلو له پاره کابينې ته وړاندي کړل شو.

پلان سوې چي د يونان پارلمان به د يکشنبې په ورځ د پلان پر وړاندې سوې مسوده رايي واچوي. يونان ته د ۱۳۰ ملياردو يورو مرسته د قرضو ورکوونکو او اروپايي ملگرو هيوادونو لخوا د دغه پلان سره تړل سوې وه.

که پارلمان د سپما دغه پلان تصويب کړي نو به دې ته لاره خلاصه سي چي نوموړی هيواد ۱۳۰ مليارده يورو نوري مرستي تر لاسه کړي. د سپما د نوي پلان په وړاندي د احتجاج په توگه د يونان د حکومت ۵ وزيرانو د جمعې په ورځ استعفی کړې وه.  يونان د يورو پول واحد غړی هيواد دئ چي په لوړه کچه تر پورونو لاندي دئ.  دغه هيواد پرته د يورو پول واحد د نورو غړو هيوادونو د مرستو د ډېوالي کېدو سره مخامخ دئ.