1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو د پولي واحد درلودونکو هيوادونو د مشرانو غونډه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

په دې غونډه کي ويل سوي،چي خبره اوس يوازي د يونان پر سر نه، بلکي په خپله د يورو پولي واحد تر فشار لاندي دي او کرار کرار خپل اعتبار د لاسه ورکوي...

https://p.dw.com/p/NJj5
د فرانسې جمهوررئس نيوکولاس سرکوزي او د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د فرانسې جمهوررئس نيوکولاس سرکوزي او د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکلانځور: AP

د يورو پولي واحد درلودودنکو هيوادونو مشرانو د جمعې د ورځي په ماخستن اعلان وکړئ، چي و اقتصادي بحران ځپلي هيواد ته يې د 110 مليارډه يورو د مرستي منظوري ورکړه.

پدغو پيسو کي به 80 مليارډه يورو درې اروپايي هيوادونه او 30 مليارډه يورو نړۍ وال وجهي صندوق ورکوي. خو يونان يوازنی اروپايي هيواد نه دی،چي د ستونزو سره مخامخ دی.

ديونان لومړی وزير جيورجوس پاپاند وايي،چي د يورو د پولي واحد د زون ساتنه اوس يوازي د يونان د اقتصادي ستونزو سره تړلې خبره نه ده. زموږ قاطع تصميم نيول د يورو د پولي واحد تر څنګ د ټولي اروپا د ټيکاو سبب ګرځېدلای سي.

دا خبره هم اوس څرګنده سوې ده چي يوازي د يونان سره د 110 مليارډو يورو مرسته به د يورو د پولي واحد د ټنگېدو لپاره کفايت ونه کړي. نه يوازي دا چي په تيرو ورځو کي نور اروپايي هيوادونه هم په اقتصادي توګه رېږدېدلي دي، بلکي په ټوله نړۍ کي د ونډو بازارونه خراب سوي دي.

ددغي ستونزي اغېزې اوس متحده ايالتونو، جاپان او آسټراليا او نورو اروپايي هيوادونو ته هم رسېدلي دي.

په غونډه کي د اروپايي شورا مشر هېرمان فان روم پوی په ښکاره توګه وايي، چي دغه ستونزه په ډېر لږ وخت کي جدي سوه او موږ باید ور سره مقابله وکړو.

دفرانسې ولسمشر نيکولاس سرکوزي د «سيسټماټيک بحران» ، د ايټاليې ولسمشر سيلويو بېرلسکوني د يوه «اضطراري حالت» او د يورود پولي واحد د ډلي مشر ږان کلاوډه يونکر بيا«د يورو په وړاندي په نړۍ واله توګه پر يورو د يرغل» خبره کوي.

همدا دليل و، چي د سرمشريزي پر وخت د اټکل څخه زياتي او سترې فيصلې وسوې.

د المان لومړۍ وزيري انګېلامېرکل په ډېره جدي توګه وویل: موږ پدې خبر سوؤ چي د اټکل څخه زيات د يورو د پولي واحد په وړاندي احتکار وجود لري او په ډېره لوړه کچه. موږ د يورو په وړاندي خپل ګډ مسؤليت منو او تر شا يې ولاړ يو.

نن به د يورو د پولي واحد درلودونکو هيوادونو اقتصادي وزيران غونډه کوي تر څو ژر تر ژره د يورو هيوادونو د سرمشريزي پرېکړي عملي کړي.

Hasselbach, Christoph/ احمد ولي اڅگزی

کتونکی. زيارمل