1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يمن په ساحل کي بمبارۍ ۳۱ مهاجر وژلي

۱۳۹۵ اسفند ۲۷, جمعه

د يمن و ساحل ته نژدې د پناه غوښتونکو پر کښتۍ په بمبارۍ کي ۳۱ سوماليايي مهاجر وژل سوي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان IOM ويلي چي په لسهاؤ ژوبل سوي کسان روغتونونو ته رسول سوي دي.

https://p.dw.com/p/2ZR1z
Jemen Kampfhubschrauber tötet offenbar Dutzende Flüchtlinge
انځور: Reuters/A. Zeyad

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) وايي چي د يمن ساحل ته نژدې ۳۱ سوماليايي مهاجر وژل سوي دي. د دغه سازمان په وينا په کښتۍ کۍ سپرو مهاجرو ته هغه وخت سخته مرګژوبله واوښته، کله چي يې پر کښتۍ بمونه ولګېدل.

د ياد سازمان په وينا تقريبا ۸۰ نور مهاجر په دغه پيښه کي ژوبل سوي دي. زياته سوې چي ژوبل کسان د يمن هيواد روغتونونو ته انتقال کړل سوي. د ياد سازمان وياند جول ميلمان د دغې پيښي په تړاو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۷مه نېټه) په ژينيف کي معلومات ورکړل.

جول ميلمان وويل چي معلومات يې د سرحد ساتونکي ځواک څخه تر لاسه کړي دي. د هغه په وينا دغه ځواک ورته معلومات ورکړي چي يوې څرخي الوتکي د مهاجرو پر کښتۍ بريد وکړ.

د شعيه حوثي مليشو خبري آژانس سبا ويلي دي چي دغه پېښه د يمن و حُديده ولايت ته نژدې په سره بحيره کي رامنځ ته سوې ده. دغه خبري آژانس د دغي پيښي پړه د سعودي عربستان په مشرۍ او د امريکا د متحده له ملاتړ څخه په برخمن پوځي ائتلاف اچولې ده.

دغه پوځي ائتلاف د يمن د په نړيواله توګه په رسميت پېژندل سوي حکومت په ملاتړ د حوثي ياغيانو پر ضد بريدونه کوي. حوثي ياغيانو په ۲۰۱۴ کال د يمن پلازمېنه تر خپل کنټرول لاندي راوستلې وه. د ۲۰۱۵ کال راهيسي د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ياغيانو پر ضد هوايي بريدونه کوي.