1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ياسر عرفات مړی معاينه کيږي

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16qOG

د فلسطين په رم الله سيمه کي نن د فلسطين د پخواني مشر ياسر عرفات مړی تر طبي پلټنو لاندي نيول کيږي. د فلسطيني پلټونکي ډلې په وينا د سويس، فرانسې او روسيې کارپوهان به د ياسر عرفات له مړي څخه د هډوکو نمونې واخلي. ياسر عرفات اته کاله دمخه مړ سوی دی. پلټونکې ډله غواړي چي ځان ته څرگنده کړي، چي آيا ياسر عرفات ته زهر ورکول سوي ول او که څنگه. د جولای په مياشت کي د سويس يو لابراتوار د ياسر عرفات په کالو کي د راديو اکتيو مادې پولونيم ۲۱۰ لوی اندازه پيدا کړی وو. دغه موندني د ياسرعرفات د مړني په هکله يو شمېر مفروضو ته هوا ورکړې وه، چي ښايي د ۲۰۰۴کال په نوامبر مياشت کي د فرانسې په پوځي روغتون کي مړ سوی عرفات په اصل کي وژل سوی وي. عرفات فلج وو خو تر مرگ څو اوونۍ دمخه په يوه داسي ناروغي اخته سو چي تشخيص يې په دقيقه توگه و نه سوو.