1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ياسر عرفات جسد بقاياوي معاينه کيږي

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه

د فلسطين د پخواني مشر ياسر عرفات د جسد بقاياوي د کارپوهانو يوې ډلي تر طبي پلټنو لاندي نيولي دي. د دې پلټنو هدف دا دئ، چي معلومه کړي چي آيا هغه د مسموميت له اسيته مړ سوی دئ؟

https://p.dw.com/p/16qau
انځور: picture-alliance/dpa

د کارپوهانو يوې ډلې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۷) په رام الله کي د عرفات جسد طبي معاينې پيل کړې. هغوی په پام کي لري، چي د عرفات جسد هډوکي معاينه کړې، او دا معلومه کړی، چي آيا د هغه په هډوکو کي د زهر نخښي نښانې سته.

ډيری فلسطينيان په دې اند دي، چي ياسر عرفات، چي د يوې ناببره ناروغي له اسيته په ۲۰۰۴ کال کي په پاريس کي ومړ، د يوې سياسي لوبي قرباني سو او يوشمېر بيا د هغه د مړيني مسئوليت د اسرائيلو پرغاړه باندي ور اچوي.

د عرفات جسد د سويسي، فرانسوي او روسي کارپوهانو له خوا تر پلټونو لاندي نيول کيږي. د لوزان پوهنتون د روغتون وياند دارسی کريستن ويلي دي: «د يوه دقيق پروتوکول له مخي [د عرفات له جسده] نمونې اخيستل کيږي او تر څېړني لاندي نيول کيږي.»

د فلسطين پخوانی مشر ياسر عرفات په ۲۰۰۴ کال کي د فرانسې په يوه پوځي روغتون کي ومړ.
د فلسطين پخوانی مشر ياسر عرفات په ۲۰۰۴ کال کي د فرانسې په يوه پوځي روغتون کي ومړ.انځور: picture-alliance/dpa

هغه زياته کړې ده، چي د عرفات جسد له بقاياوو څخه پر اخيستل سوو نمونو باندي به پلټني مياشتي وخت ونيسي او په دې اساس گومان نه کيږي، چي د ۲۰۱۳ کال د مارچ يا اپريل د مياشتي تر مخه دي کارپوهان کومي نتيجې ته ورسږي.

د جولای په مياشت کي د سويس يوه لابراتوار د ياسر عرفات کالي تر پلټني لاندي ونيول، چي په پايله کي ئې د راديو اکتيو پولونيم ۲۱۰ مادې ستره اندازه کشف سوه، چي کيدای سي دغه د عرفات د مړيني سبب سوې وي.

د ياسرعرفات جسد پرته له دې چي معاينه سي د ۲۰۰۴ کال د نوامبر په مياشت کي خاورو ته وسپارل سو.

د عرفات جسد د بقاياوو نموني په رام الله کي د هغه په مقبره کي د رطوبت ضد پردو ترشا واخيستل سوې.

په پلان کي ده، چي د یاسر عرفات جسد بقاياوي، د يو لړ خصوصي ځانگړو مراسمو په ترڅ کي بيا خاورو ته وسپارل سي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم