1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل شوي اسامه بن لادن عکسونه نه خپريږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

آيا امريکايي خاصي کوماندو رښتيا هم اسامه بن لادن وژلي دی؟ ګونګسي اچونکي او د توطيي د تيوري پلويان فعال شوي دي. خو د دي سره سره ولسمشراوباما د وژل شوي اسامه عکسونه او ويديو د ثبوت په توګه نه خپروي. ولی؟

https://p.dw.com/p/119Je
د سپیني ماڼي ویاندJay Carney : ویره شته چی د اسامه له عسکونو څخه د پروپاګند په توګه کار واخیستل شی
د سپیني ماڼي ویاندJay Carney : ویره شته چی د اسامه له عسکونو څخه د پروپاګند په توګه کار واخیستل شیانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو حکومت به د القاعدي د ترهګري شبکي د وژل شوي مشر اسامه بن لادن هيڅ عکس خپور نه کړي او نه به هم په سمندر کي د هغه د جسد د ډوبولو ويديو خپره کړي. دا خبره ولسمشر بارک اوباما په يوي تلويزوني مرکي کي وکړه. دا چي دا مرکه د راتلونکي يکشنبي په ورځ خپريږي، د هغه وياند Jay Carrney دا موضوع يواځي د هغه له قوله ياده کړه.

هغه په سپنه ماڼي کی یوی خبري غونډی ته وویل «زمونږ لپاره مهم دا ده چي هڅه وکړو ترڅو د هغه يو چا له ويروونکو عکسونو چي په سر کي ويشتل شوي دي د نورو زور زياتيو د لمسولو او يا د پروپاګندايز موادو په توګه کار وا نه اخيستل شي.»

Carrney زياته کړه ، مخکي له دي چي اوباما دا تصميم ونيسي، هغه د خپل امنيتي تيم له مشاورينو سره خبري وکړي، د هغو په جمله کي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتن هم شامله ده. د سپيني ماڼي وياند وويل ، کلينتن او نورهم په دي خبره کي له اوباما سره همنظره ؤ. هغه وویل:« ولسمشرد خپل نظر تاييد ترلاسه کړ، نو همدا وجه وه چي دغسي يو تصميم يي ونيو.»

د اوباما د معلوماتو سیاست تر پوښتنی لاندی راغلی

دا چي پرون د CIA برحال رييس، ليون پنيتا د د وژل شوي اسامه بن لادن د عکسونو د خپرولو خبره ولي ياده کړه، د سپيني ماڼي وياند وويل دليل يي دا دي چي تر دغه شيبي پوري اوباما خپل تصميم نه ؤ نيولي. د سپيني ماڼي د وياند دغه توجيه د پنيتا چي د متحده ايالاتو د دفاع راتلونکي وزير دي، د دريځ په وړاندي د يو ښکاره اعتراض معني لري.

د بن لادن له وژلو څخه وروسته د پنيتا څرګندونه د اوباما په حکومت کي د لوړ پوړو چارواکو د څرګندونو دوهمه اشتباه ده چي د پيښي په اړوند په ضد او نقيض توګه عنوان کيږي. له دي مخکي د اوباما د ترهګري ضد چارو رييس، جان برينن د اسامه بن لادن د وژلو د څرنګوالي په اړه د يوی« نښتي» خبره یاده کړه چي په نتيجه کي يي بن لادن ووژل شو. خو د هغه دا څرګندوني وروسته د سپيني ماڼي د وياند، Carrney له خوا اصلاح شوي او وويل چي نه! « کله چي بن لادن ووژل شو ، هغه بي وسلي ؤ»، هغه د يوي امريکايي خاصي کوماندو له خوا ووژل شو.

د دي پوښتني په ځواب کي چي د لوړپوړو امريکايي چارواکو دغه ډول ضد او نقيضي څرګندوني د اوباما د حکومت د معلومات پر سياست به څه اغيزي واچوي، د سپيني ماڼي وياند په ځواب کي وويل: « مونږ يوه ټکي ته رسيدلي يو چي بايد له پوره احتياط څخه کار واخلو چي مونږ خپل راتلونکي اقدامات افشاء نه کړو، که چيري غواړو چي په عي ډول د يو بل شرير سړي پر ضد وجنګيږو.»

لنډه دا چي د د اوباما د حکومت وياندو په خپل خبري غونډي کي پرون دي نتيجي ته ورسيد چي په دي موضوعاتو باندي خبريالانو ته په جزيياتو او تفصيل سره معلومات ور نه کړي.

برګمن/عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر