1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر غني ویاند بیا په افغان سیاستوالو پسې راخیستې

مسعود جهش
۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

شاه حسین مرتضوي پر هغو افغان سیاستوالو باندې نیوکه کړې ده چې په پاکستان کې یې د سولې په غونډه کې کډون کړی وو. مرتضوي ویلي چې دغه سیاستوال دې له غني څخه یو څه زده کړي. مرتضوي ډیر وخت د غني پر مخالفینو باندې نیوکي کوي.

https://p.dw.com/p/3Kz1L
Afghanistan Präsident Shah Hussain Murtazawi
انځور: Handout/Murtazawi

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي، په دې شهرت لري چې په ټولنیزو رسنیو کې ډیر فعاله دی او ډیر وخت د ولسمشر پر سیاسي مخالفینو باندې هم سختې نیوکې کوي. هغه په وروستي مورد کې پر هغو سیاستوالو باندې نیوکه وکړه چې په پاکستان کې یې د سولې په یوه غونډه کې ګډون کړی وو.

مرتضوي پر خپلي فیسبوک پاڼې باندې لیکلي دي: «لا تر اوسه پورې چا د خلکو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. ولې یو شمیر سیاستوالو لویه مشورتي جرګه چې پکې د خلکو ۳۲۰۰ ریښتنو استازو ګډون کړی وو، تحریم کړه، خو په پوره شوق مسکو او اسلام آباد ته ځي؟»

د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې په دې کنفرانس کې د نورو تر څنګ ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنيت پخواني مشاور حنیف اتمر، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د طالبانو او افغان حکومت استازي حاضر نه ول.

مرتضوي په فیسبوک کې په خپاره شوي پیغام کې زیاته کړې: «د خواشینۍ ځای دی چې د یوه په بیانیه کې هم د تیر وخت یو منصفانه روایت موجود نه وو، او نه هم د راتلونکې یو روښانه انځور.»

د ولسمشر مرستیال ویاند بیا په پای کې پر دغو سیاستوالو غږ کړی دی چې د سولې د بهیر په اړه خپل معلومات له ولسمشر غني څخه پوره کړي: «لږ تر لږه که د ویلو له پاره څه نه لري، نو د ولسمشر د سولې د لارې نقشه دې د خپلو معلوماتو له پاره ولولي.»