د ولسمشر زرداري رياست له يو سختي ننګوني سره مخامخ دي ولی؟
۱۳۸۹ مهر ۲۰, سهشنبهپاکستان د روانو زور زياتيو سربيره له يو سخت حکومت سياسي کړکيچ سره مخامخ شوي . لانجمنه موضوع د « عمومي بښني » يو قانون دي چي اوسنيو سياست والو ته يي اجازه ورکړه بيرته خپل وطن ستانه شي او په سياست کي خپل فعاليت بيرته پيل کړي. خو دغه قانون د تير ميلادي کال په دسمبر کي باطل وګنل شو. حکومت د دغي فيصلي پر خلاف عرض وکړ. د چهارشنبي په ورځ د پاکستان ستره محکمه فيصله کوي چي آيا د بښني دغه قانون پر ځا ي پاتي شي او که هغه د تل لپاره باطل وګڼي.
که چيري محکمه دغه د بښني قانون لغو کړي، تاوان يي چاته رسيږي؟
د دي قانون د لغوه کيدو سره د پاکستان ټول هغه سياستوالان چي په اداري فساد او نورو غير قانوني چلندونو تورن دي، قرباني کيږي او هغوي تر قانوني څارنو لاندي نيول کيږي.
د ا لانجه په لومړي سر کي کومو سياستوالو ته متوجه ده؟
پاکستان هيڅکله هم د جنجالي سياست والو په درلودو کي پاتي ندی راغلي.. د پا کستان په سياسي ډګر کي لوبغاړي زيات دي خو اصلي دا دي:
آصف علي زرداري چه د پاکستان اوسني ولسمشر، او د ترور شوي پخواني صدراعظمي، بينظير بوټو، خاوند دي، اوس محال د پاکستان د خلکود ګوند مشري هم په غاړه لري، برخه ليک یی د ستری محکمی فيصلی پوری تړلی دی.
افتخارحسين، د پاکستان د ستري محکمي مشر او د اصف علي زرداري اصلي مخالف، د دي لوبي بله څیره ده. د ده پلويان وايي چه دي غواړي په پاکستان کي اداري فساد له منځه يوسي او قانون پلي کړي. په همدي حال کي بيا څيړونکي وايي چه افتخار حسين د نظام د مخالفينو د لاس يو آله ده چه غواړي د ده په وسيله د پاکستان موجوده نظام ړنګ کړي.
نوازشريف، د نظام د مخالف ګوند رهبر، بيا د دي ډګر بل لوبغاړي دي چي د 1990 کلونو را په دي خوا د بينظير بوټو د پيبلز د ګوند د اصلي مخاليفينو څخه شميرل کيږي.
د لوبي بله مهره د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفق کياني، دي چه په پاکستان کي تر تولو پياوړي کس شميرل کيږي. دي چه د پوځ مشري کوي، نه غواړي چه پوځ د سياست سره ښکيل شي.
په پاکستان کي، کوم حقوقي او سياسي لانجي او ستونزي وجود لري؟
د حکومت د مخالفت سره سره، پر زرداري د اداري فساد ډير شمير تورونه لګول شوي پاتي دي چه په دغو تورنو کي، سويس ته د غيري قانوني پيسو انتقالول هم شامليږي. خو وروسته له هغي چي زرداري په 2008 کال کي د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د دغو تورونو د اقامي څخه لاس واخيستل شو.
د دولت لوړپوړي چارواکي او د پاکستان د خلکود ګوند غړي په دي اند دي چه دولت نشي کولي د زرداري پر ضد، د اداري فساد او نوري قضيي بيا د سره و نيسي، ځکه چي دي د ولسمشري معافيت لري چه د پاکستان د اساسي قانون د مخي د ته ورکړل شوي ده.
د زرداري د ګوښه کيدو په صورت کي به څه وشي؟
کار پوهان داسي اټکل کوي چه په دي حالت کي به نواز شريف، چه لا د مخه يي د محکمي څخه خپل ملاتړ اعلان کړي دي سياست په لاس کي ونيسي او د اوسني حکومت پر ضد به د عدم اعتماد راي ورکړل شي چه په نتيجه کي به يي نوي ټاکني وشي او په دغو ټاکونو کي به نواز شريف په قوي احتمال بريالي شي.
د پاکستان سياسي ملګري په خاصه توګه د امريکا متحده ايالات پر دي اند دي چي په پاکستان کي هر ډول سياسي بحران به د دي هيواد پام د تروريزم پر ضد جګړي څخه بلي خوا ته واړوي.
د دي حالت د مخنوي د پاره څه کول پکار دي؟
څيړونکي وايي چه جنرال اشفق کياني په دي هڅه کي دي چه د حکومت او د قضايي سيستم تر منځ اختلافات په داسي حال کي چه پاکستان د طالبانو سره په سختي جګړي کي دي او د سيلابونو نه زيانمن شوي دي کم کړي. په داسي حال کي چي پوځ د ورستنيو سيلابونو په مهال ډيري موثري هلي ځلي وکړي، د پوځي کودتا امکان ډير کم ليدل کيږي.
څيړونکي وايي چه پوځ به زرداري يواځي د فشار لاندي ونيسي او دي به د قدرت نه لري نکړي ځکه چي زرداري به راتلونکي کي هر هغه څه چي پوځ يي وايي مني.
رويتر/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکيم