1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ لپاره نوماند محمد ياسين صافي سره مركه

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند محمد ياسين صافى په ۱۳۳۸ كال كې د كاپيسا ولايت د تګاب په ولسوالۍ كې زيږيدلى څلور اولادونه لري .

https://p.dw.com/p/Ir1M
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند محمد ياسين صافىانځور: DW

جنرال محمد اسرائيل چې د هرات په ولايت كې په ۱۳۳۸ كال كې زيږيدلى د ښاغلي صافي د لمړي مرستيال په توګه او محمد اعظم طاهر چې په ۱۳۴۲ كال كې د سمنګانو په ولايت كې زيږيدلى د دويم مرستيال په توګه نومول شوى .

محمد ياسين صافى له دويچه ويلې سره د يوې مركې په ترڅ كې د افغانستان د اړوندو مسايلو په هكله خپل د راتلونكي احتمالي حكومت دريځونه بيان كړل .

دويچه ويله : ښاغلى محمد ياسين صافى د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند په افغانستان كې ځان وژونكي بريدونه، برمته نيول او تښتونې او په ټوليزه توګه بې امني ورځ تر بلې پسې زياتوالى مومي تاسې به د امنيت د راوستلو په برخه كې څه امنيتي پروګرامونه ولرئ ؟

صافى : خو تاسو ته جوته ده چې د افغانستان خلك په دا دريو لسيزو كې له بې امنيو او ځان وژنكو بريدونو څخه سخت په كړاو او په تشويش كې دي طبآ دا معلومداره خبره ده څوك چې يو مسووليت په غاړه اخلي او يوې چوكۍ ته ځان كانديدوي هغه سره به يو سلسله مسووليتونه دي او يو څه درد او احساس به ورسره وي . زه خپله چې په دې ديرشو كلونو كې هيڅ ځاى ته نه يم تللى او په كابل كې ووم او ټول جريانونه مې د سر په سترګو ليدلي . امنيتي تدابير زه په جدي توګه په پام كې نيسم ځكه امنيت د الهي له نعمتونو څخه يو نعمت دى كه چيرې په يوې ټولنې كې امنيت نه وي هلته قانون نه پلى كيږي هلته عدالت نه كيږي هلته د كار زمينه نه برابريږي . زما د كارپه لمړيتوبونو كې د امنيت راوستل د ي او زه به د امنيت په راوستلو كې جدي كوشش وكړم او امنيت به راولم تر څو چې نورو شيانو ته زمينه د كاروبار مساعد شي .

دويچه ويله : له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه امكانات وينئ؟

محمد ياسين صافى : ګوره دا جوته خبره ده چې نن صبا كه مخالفين دي كه ناراضي ګروپونه دي كه يو تعداد نور خلك دي زمونږ او ستاسې جامعه اسلامي جامعه ده دوى يوه نيوكه اوس بيا پاتې ده او هغه زوړ تكتيكونه دي چې په مختلفو نومونوافغانان يو له بله سره واچوي او يو له بله سره يې وټكوي او هغه په افغانستان كې د خارجي قوتونو نيوكه ده دا يوه بهانه ګرځيدلي زه خپل پروګرام داسې لرم چې دغه قوتونه د يو معين چوكاټ له مخې بايد له افغانستان څخه ووځي تر څو چې افغانانو ته زمينه د كار پيدا شي هغه صاحب منصبان چې كادرې دي هغه صاحب منصبان چې په هغوى بيت المال مصرف شوى ، هغه صاحب منصبان چې رښتيا د دې ملت په درد خوړلي هغه نن كنار تللي او خارجي قوتونه راغلي نو لهذا زما نظر دا ده چې خارجي قوتونه په يو معين چوكاټ كې په معين مهال ويش ورو ورو له افغانستان څخه ووځي پخواني جهادي اوكادري صاحب منصبان د هغو ځاى ونيسي تر څو چې دغه نيوكې چې موجودې دي د وخت په تيريدو سره له منځه ولاړې شي او دغه تګ لاره به مونږ غوره كړو .

دويچه ويله : له مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه فكر كوئ ؟

محمد ياسين صافى : دا يوه معلومه خبره ده چې طالبان د افغانستان بچيان دي هغه طالبان چې واقعآ طالب دي او د دې وطن په ديني مسايلو كې زده كړې كوي

د وطن بچى دى هغه هم د وطن په بربادۍ باندي درديږي دا بايد مونږه اول د د دغه ناراضيتوب او بدبينيو او د هغوى خواهشات مطالعه كړو چې ولې دغه ناراضيتوب منځ ته راغلى ولې ځان وژونكي بريدونه كيږي تاسې ته معلومه ده چې د اسلام په دين كې ځان وژنه ناروا ده دلته ځينې كورني او بهرني توطئې او دسيسې دي زه خپله پروګرام لرم چې اول عامه سنجي وكړم د دغه ناراضيتوب دليل مالوم كړم د هغو معقوله دليل به طبعآ د افغانستان په ګټه اوسي د افغانستان د بهبودۍ په خاطر به اوسيږي د هغې د رفع كولو لپاره بايد كار وشي او د هغو سالمې خواستې مراعات شي هغو سره زه جدي تصميم لرم چې ورسره مذاكرې وكړم ورسره كينم او د هغو سره يو معقوله حكومت چې د افغانستان ټولو خلكو لپاره قبول وړ وي د خلكو له غوښتونو سره سم وي زه د دې خبرې پلوي يم او دا به انشااله تعقيبوم .

دويچه ويله : د اقتصادي بحران د مخنيوي په برخه كې مو اقتصادي پروګرامونه څه دي ؟

صافى : ګوره كه په يوملك كې امن او امان اوسي او اقتصاد ي وضع ښه نه وي بيا هم خلك كړيږي تاسې په سروستوګو وليدل چې د افغانستان بيچاره ولس حكومتونو ته انتظار ويسته ولې دوى ته ځوابګويه نشول . دوى ايران ته ځي په لويو لارو كې مړه كيږي ، دوى خارج ته ځي په كانتينرو كې مړه كيږي دا ډير د خواشينۍ ځاى دى . زه به اقتصادي مشكل په دې ترتيب حل كړم چې دا په څو برخو ويشل كيږي اول داچې افغانستان د اوبو ډير ښه منابع لري ډير ښه سيستم لرو د اوبو د كنړ سيند ، دآمو سيند ، هلمند او كوكچې سيندونه دي ولې په خواشينۍ سره چې له دغو سيندونو څخه د افغانستان د ويجاړو مځكو په خړوبولو كې ګټه نده اخيستل شوې دغو مځكو ته سربندونه جوړې شي خړوبې شي كله چې مځكې خړوبې شي طبعآ بيكارو خلكو ته بې مځكو خلكو ته مځكې پيدا كيږي هغو ته د كار زمينه پيدا كيږي . دويمه برخه دا چې زمونږ په هيواد كې توليدي فابريكې نشته دې ته بايد سخته توجه وشي د برښنا بندونه جوړ شي كله چې د برښنا بندونه جوړ شي دا دخلكو لپاره ډير سهولت رامنځ ته كوي اوله به د خلكو كورونه رڼا شي بل به دا چې د فابريكو په توليد كې به مهمه ونډه ولري . دويم د افغانستان په زړه كې داسې كانونه شته چې د هغو په استخراج سره به د افغانستان اقتصاد د كانونو په استخراج سره د افغانستان ټول احتياجات پوره كيږي او د ټولې اقتصادي ستونزې حليږي . دريم په افغانستان كې ډير لوى ځنګلونه شته ، طبعي شتمنۍ دي بايد دا په كار واچول شي تر څو چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي . لهذا زه اقتصادي برخې ته ډيره پاملرنه كومه .

دويچه ويله : په ټوليزه توګه ستاسي بهرنى سياست به پر كوم بنسټ ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

صافى : بلې دا جوته خبره ده چې زه پخپل بهرني سياست كې د هيچ چا په ضد په عمل نكوم او هيچ چا ته به دا اجازه نه وركوم چې زمونږ په داخلي چارو كې مداخله وكړي . سوله ايز ژوند له نورو هيوادونو سره غواړم ، د ملګرو ملتونو د منشور په اساس له نورو هيوادونو سره د ښو اړيكو غوښتونكى يم په ځانګړي توګه ګانډيو هيوادونوته دا توصيه كومه چې نور دې له مداخلې څخه لاس واخلي زمونږ ولس په مختلفو نومونو ونه ويشي زه به په دې هكله جدي عمل وكړم.

دويچه ويله : د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه لانجه منه او اوږده ستونزه ده تاسې د دغې ستونزې د حل كولو په برخه كې څه دريځ لرئ؟

صافى : بلې دا يوه جوته خبره ده چې د ډيورند كرښه يوه مغلقه او پيچلې موضوع ده دا د يو شخص وظيفه نده او يو شخص نشي كولاى چې په دې برخه كې د دې د حل په اړوند نظر وړاندې كړي خو دومره ويلاى شم چې زه به دا موضوع د ملګرو ملتونولخوا په نړيواله محكمې او د ننه په افغانستان كې په لويه جرګه كې په دې باندې بحث كومه او دا به د خپلو كارونو په سرخط كې نيسمه ځكه له دې نه ډير وخت تير شوى دا بايد حل شي او يواځينى پلمه هم همدا ده چې د ډيورند دكرښې د نه حل كيدو له امله مداخلې ترسره كيږي دا بايد په عاجله توګه حل شي او حق حقدار ته ورسيږي او د دې موضوع د لاښه حل لپاره بايد جدي تدابير ونيسو او عملي ګامونه پورته كړو . لرو بر پښتانه يو دي دا زمونږ وطن ؤ ، زمونږ وطن دى او مونږ كوشش كووچې دا وطن واحد او مستقل وطن شي او د افغانستان يو جز وګرځي .

دويچه ويله : د شخصي رسنيو او د بيان د آزادۍ په هكله څه فكر كوئ ؟

صافى : رسنۍ د يوې ټولنې سترګې دي د يوې ټولنې خواستې دي ديوې ټولنې اعصاب دي . رسنيو ته بايد درناوى وشي رسنۍ بايد خپل د رسالت له مخې خپل كار وكړي رسنۍ بايد آزاد او خپلواك اوسي واقعبينه اوسيږي او د چا په خدمت كې نه وي دا به زما تقاضا وي دا چې د رسنيولپاره كوم امتيازات دي هغه څه چې د رسنيو مستحق دي زه به رسنيوته له هغو څخه پورته قايل اوسم . ځكه رسنۍ دي چې خلكو ته واقعيتونه رسوي د خلكو ذهنونه روښانه كوي او دا رسنۍ دي چې افغانستان له دغو بدبختيو څخه خلاصوي لهذا زه د رسنيو رول ډير مثبت ګڼم سخت يې ملاتړ كوم او رسنيو ته په درنه سترګه ګورم .

دويچه ويله : د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه نظر لرئ؟

صافى : ګوره ښځه مور ده ، ښځه خور ده ښځه ده چې زه اوته دلته ناست يو ښځه د ټولنې نيمايي پيكر ده ښځې ته درناوى پكار ده كله چې مونږ مور وايو د مور ډير حق په اولاد باندې ده لهذا په ټولنه كې د ښځى رول ډير د پام وړ ده ښځه ده چې زانګو ښوروي اوولسمشر روزي . زه د ښځو لپاره هغه حقوق چې اسلام وركړي او هغه حقوق چې ايجاب كوي په مختلفو برخو كې كه اقتصادي دى كه ټولنيز او كلتوري دي زه ورته مطلق قايل يمه او مطابق د تخصص دوى ته بايد وظيفې وركړل شي په ټولو عرصو كې . له ښځو څخه ملاتړ له ځان څخه او له خپل وطن څخه دفاع او ملاتړ ده.

دويچه ويله : څرنګه چې پوهيږئ په افغانستان كې بيلابيل قومونه ژوند كوي د دغو قومونو تر منځ د مساوي حقونو موضوع څرنګه څيړئ ؟

صافى : دغه قومي او نژادي تعبيرونه چې دښمنانو په افغانستان كې اچولي بايد د پاى ټكى كيښودل شي د ا د وطن او خلكو په ګټه نده افغانستان بايد يو واحد وطن وي تاسو ته مالومه ده چې په ډيرو هيوادونو كې نژادونه شته پوپيرونه شته ولي هيڅ ډول تفاوت نلري . مونږ له دوه و نصيحتونو سره مخامخ يو : يو داچې مسلمانان يو او اسلام درس راكړى بل داچې انسان بشري حقوق دي نو په دې اساس زه دغې مسلې ته د پاى ټكى ږدم چې څوك د تور اوسپين په نوم ياد شي يا د نژاد په نوم ياد شي زه به هر څوك ته د استعداد او تخصص له درناوى وكړم.

دويچه ويله : د چاپيريال ساتنې په اړوند پرمختګونه څرنګه بولئ او په دې برخه كې به ستاسې راتلونكي پروګرامونه څه وي؟

محمد ياسين صافى : د چاپيريال ساتنې په برخه كې هر افغان څوك چې په دې وطن كې اوسيږي او د وطن له اوبو او هوا څخه ګټه اخلي بايد په مختلفو د پاكي او صفايي په مختلفو برخو كې ونډه واخلي زما حكومت به جدآ كوشش وكړي چې ويجاړه مځكې او غونډۍ به سرسبزه كړي او د ښار په پاكۍ كې به ډير قوي تدبيرونه ونيسي . داسې يو ښكلى ښار چې كم تر كمه له بهرنيو ښارونوسره سيالي وكړاى شي . دا چاپيريال ده چې د پاك ساتنې په صورت كې له ناروغيو څخه بچ پاتي كيداى شو . د اوس د پاره خو زه هيڅ احساس نه كوم چې په دې برخه كې كوم كار تر سره شوى وي دا زه غندمه هيڅ د تبصرې وړ ندى بايد داسې ووايو چې افغانستان اوس د كثافاتوځاى دى او له دې حالت څخه بايد وايستل شي .

مركه كوونكى : انور برى پال

کتونکی. زيارمل