1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ له پاره د درو کانديدانو غوښتنليکونه رد سول

۱۳۸۸ خرداد ۲۱, پنجشنبه

په افغانستان کي د ټاکنو کمېسيون د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو له پاره د 57 کانديدانو غوښتنليکونه ردکړي...

https://p.dw.com/p/I7Xc
انځور: dpa-Bildfunk

داچي ددې کانديدانو د غوښتنليکونو د ردولو اصلي علت رښتيا هم هغه د شکايتونو لړۍ ده او که نور دليلونه لري د دويچه ويلی آلمان ږغ راډيو د پښتو څانګي د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځی له استاد ودير صافي سره مرکه کړې چي لنډيز يې ستاسو مخ ته ږدو او په لومړی سر کي هم همدا پوښتنه څني سوې.

صافی:زه فکرکوم چي ددي کانديدانو په ردولو کي بيلا بيلو علتونو رول لوبولي دي .يو علت يی شکايتونه دي چي ممکن له هغوسره اسناد هم وړاندي شوي وي .چي کيداي شی دغه شکایتونه له قتلونو ،يا غلاوو ،یاپه جنګي جناياتوکيدکانديدانو دلاس لرلو،نه شويوي .،اويا داچي دمخدره موادو په قاچاقو باندي ملوث خلک پکي وي .اوبل داهم ويل شويدي چي د ځنيي کانديدان د دوو تابعيتونو د درلو له امله دکانديديدو لپاره واجد دشرايطو نوو. نوددوي کانديدل بيرته اخيستل شوي اوردشويدي.علتونه يي مختلف دي. چي دټولو پيشبيني په قانون کي شويده، خو ددي کسانوپه برخه کي ندي ويل شوي چي کوم يو يي په کوم دليل سره رد شويدي .

دويچه ويلي: تاسي ويلي شي ، چاچي شکايت کړي مربوط مقام ته يي اسناد هم وړاندي کړيدي ؟

صافی: خاماخا دشکايتونو داوريدلو کميسيون که دچاپه موردکي اسناد ونلري نشي کولاي چي يوازي دچا دعريضي په اساس، څوک له کانديديدو څخه وباسي، ځکه چي هغه به هم بيا دخپلو کانديديدو دلايل وړاندي کړي، اوثبوت به و غواړي. دوي ته خامخا داثبوتونه اودلایل وړاندي شويدي،خودايي تراوسه نشرکړي ندي اوعامه خلک پري خبر ندي.

دويچه ويلي: یعني پدي هکله پخپله له کانديدانو سره هم خبري شويدي ؟

صافی: با لکل خپله کانديدانوته ويل شويدي چي خبره څه ده . ددوي موقعيت څنګه دي ، او دوي ته ابلاغ شويدي چي ددغو علتو په اساس چي دشکايتونو داوريدلو کمسيون ته په ځاي او موجه ښکاره شويدي، ددوي له کانديديدو څخه يي معذرت غوښتي دي. نوهغه چا چي دا ورسره منلي وي دابه يي حقيقت ګڼلي وي چي له خپلوکانديدو څخه تيرشويدي. خو يوازي له کانديديدو څخه تيريدل کفايت نکوي ،:که کانديدان رښتيا داسي جرمونه ولري بايده دي دوي محکمي ته هم معرفي شي.

دويچه ويلي: دوي څوک محکمي ته معرفي کولي شي ؟

صافی : دادهمدي عريضو په اساس هم کيداي شي چي، له خلکونه وغواړي چي داعريضي، چي دهغو په اساس کانديدان له کانديديدو څڅه غورځول شوي، محکمي ته هم ورکړي،اوپخپله دغه کمسيون هم کولايشي چي دغه عريضي په تيره بيا هغه عريضي چي دوي تاييد کړيدي، او ويلي يي دي چي رښتيا دغه جرمونه پدغو خلکو کي شته کولاي شي، چي داعريضي څارنوالۍته دتحقيق لپاره وليږي .

دويچه ويلي: پرته دشکايتونو له کمسيون څخه دخلکود شکايتونواو اغتراضونو لپاره نوري مرجع ګاني هم شته؟

صافی: دخلکو دشکايتونو داوريدلو لپاره يوازي دافغانستان قضايي سيستم دي. که په جاري حالت کي جرم واقع شي، دپوليس نه ددي مو ضوع شروع کيږي چي مجرم نيسي. يوڅه تحقيق دوي تري کوي، په دويمه مرحله کي يي بيا څارنوالۍ ته سپاري بيا څارنوال تحقيق تري کوي بيا څارنوال چي هم خپله دوسيه تکميل کړه ، په تيره بيا په جزايي موضوعګانوکي ،هغه بيا محکمي ته تقديموي، اوپه قضاکي بيا حکم پري صادريږي . نوهرڅوک چي دانتخاباتو موضوع هم نوي کولاي شي، چي دچا دجرم په هکله له خپلو سندونو سره لويي څارنوالۍ ته مراجعه وکړي .چي هغه تحقيق ځني شروع کړي.

دويچه ويلی: درياست جمهورۍ مقامته، اودولايتي جرګو لپاره کانديديدل ځني ټاکلي شرايط لري مهرباني وکړۍ داشرطونه په لنډه توګه مونږ ته بيان کړي.

صافی: دجمهورريیس په هکله وايي چي دي بايده ده دخپلوکانديديدو څخه لس کاله پخوا په افغانستان کي ژوند کړي وي ، دافغان موراوپلارنه پيداشوي وي، اويو تابعيت ولري، دکوم جرم له امله محکوم شوي نوي، اود جرمسابقه ونلري. .داسي څوک کولاي شي چي درياست حمهورۍ لپاره ځان کانديد کړي .دولايتي شوراي ګانوپه برخه کي هم شرايط همداسي دي خوهغوته که ددووتابعيتونوخاوند وي ديوو له لاسه ورکول شرط ندي .،خوبايدسابقه دجرمي ونلري اوحبس يی تيرکړي نوي،او نيک صالح خلکوي، اودخلکو ترمنځ يي ښه ګوذاره کړي وي، دهغي سيمي له خلکوڅخه وي، موراوپلاريي افغانان وي، دغسي کسان کولايشي چي ځانونه دولايتي جرګو لپاره کانديد کړي.

دويچه ويلي: دغه کسان چي ځانونه يي دولايتي شوراي ګانولپاره کانديد کړيدي له مليشه وو او وسله والاوو سره کوم سروکارنلري؟

صافی: هغه کسان چي ځانونه کانديدوي او په ګوندونوپوري مربوط وي داګوندونه بايده دي په مذهبي،سمتي ،اوقومي تعلق په بنسټ نوي جوړ شوي. پخپله کانديد بايد پوليس ، عسکر دامنيت غړي .اودمسلحو قواوو غړي نوي . همدغه ډول مليشه اوټوپک سالارخوبايد په هيڅوجه نوي ، اودخلکو په منځ کي محبوبيت اونيک شهرت ولري. دښو اخلاقو خاوند وي داسي څوک کولايشي چي ځان کانديد کړي.دردو شويو کسانو درديدو به علت باندي معلومات نه درسنيو اونه دمربوطي مرجع لخوا ورکړل شوي چي دغه کسان پرته لدي چي له خپلوپخوانيو دندو څخه يي استعفاي نده کړي اویادوه تابعيتونه لري درديدوکومبل لامل لامل ندي ويل شوي. .

دويچه ويلي : تاسي څه فکرکوي چي دټاکنو کمسيون به پدي هکله دافغانستان خلکوته معلومات ورکړي ؟

صافی:زه فکرنکوم چي دامعلومات به دوي افشا کړي ځکه چي هغه کسان چي لدي نه متضررکيږي، او دکانديديدو له حق نه محروم کيږي، ترڅوچي دمحکمي حکم پري نوي صادرشوي صرف دعريضي په اساس ددوي په هکله هيڅ ډول معلومات نشي ورکول کيداي .خوکله چي کوم جرم پري ثابت شي، اويامحکمه حکم پري وکړي کيداي شي چي دهغه کس په هکله معلومات نشرته وسپارل شي اوياداچي عامه خلک پري خبرکړاي شي .

دويچه ويلي: داسي خوکيداي شي چي يوازي ووايي چي شکايتونه کوم وو، پرته لدي چي دچانوم واخلي ؟

صافی: دوي يوازي دومره ويليدي چي يو څه شکايتونه وو، حينو دوه تابعيته درلودل، اویالهخپلي پخوانۍ دندي څخه يي اشتعفا نوه کړي نولدي امله دوي له کانديديدو څخه وويستل شول خودايي ندي ويلي چي دوي دقتل جرم کړيوو.دغلاجرم يیکړي اوکه په قاچاقو کي شامل وو . داخبري يي هيڅندي کړي .

دويچه ويلي:يووتن خوپدي وختوکي په خپله له کانديديدو څخه استعفاکړيده، هغه خپلو تیريدوته څه دليل ويلي دي ؟

صافی: يووتن نه ممکن يوڅو نفرو صرف نظر کړي وي، دوي به يا خپل موقف داسي ليدلي وي چي نشي کولي چي دنوروپه مقابل کي ودريږي، اويا داچي دبل چاپه ګټه به له خپلو کانديديدو څخه تيرشوي وي .

رحيله اميري

کتونکی. زيارمل