1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ له پاره تودې سیالۍ پیل شوې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۹, سه‌شنبه

د ملي ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبداله، د سه شنبې په ورځ په رسمي ډول په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ځان کاندید کړ. په همدې حال کې د مالي پخواني وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي، هم ویلي دي چې ځان به د ولسمشري له پاره ونوموي.

https://p.dw.com/p/19sRW
انځور: DW/H. Sirat

په داسې حال کې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر یوازې پنځه ورځې پاتې دي بسم الله شیر او ډاکټر عبدالله عبدالله یوازیني دوه نوماندان دي چې په رسمي توګه یې ځانونه د ولسمشرۍ له پاره نومولي دي.

د ملې ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د سه شنبې په ورځ له خپل لومړي نوماند مرستیال انجنیر محمد خان، او دویم نوماند مرستیال محمد محقق، سره یوځای په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان د کاندیدو له پاره ځان ثبت کړ.

د عبدالله لومړی مرستیال په ولسي جرګه کې د غزني ولایت پخوانۍ استازی، او دویم مرستیال د ملي وحدت ګوند مشر دی.

په دې ترتیب سره نو بسم الله شیر او عبدالله عبدالله تر اوسه پورې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو له پاره یوازیني دوه نوماندان دي چې تر اوسه پورې یې په رسمي ډول خپل نومونه لیکلي دي. خو ښايي دغه وضعیت په راتلونکو ورځو کې بدلون ومومي ځکه د افغانستان د ماليې پخواني وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي، هم د دوشنبې په ورځ په خپلې تویتر ټولنیزې پاڼې کې دا خبر تایید کړ چې په راتلونکو ټاکنو کې به ځان ونوموي. د اشرف غني د نوماندیدو خبر د هغه د دفتر د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا تایید شوی دی.

عبدالله عبدالله، ډاکټر اشرف غنی احمدزی او بسم الله شیر درې واړه د افغانستان په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم نوماندان ول. په داسې حال کې چې بسم الله شیر د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د ډیرو رایو په ګټلو نه وو توانیدلی، خو عبدالله عبدالله تر حامد کرزي وروسته په دویم ځای او اشرف غني احمدزی بیا تر حامد کرزي، عبد الله عبدالله او رمضان بشردوست وروسته په څلورم ځای کې راغلی وو.

د ټاکنو په کمیسیون کې د عبدالله عبدالله د نوم لیکنې پر مهال له هغه سره د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني، د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ ولایت والي عطا محمد نور او د پارلمان یو شمیر اوسني او پخواني استازي مل ول.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې اشرف غني احمدزی په له کومې ډلې سره خپل ځان ونوموي. په عین حال کې د افغانستان د سیاسي ډګر یو شمیر نورو څیرو چې د ټاکنو په برخه لیک ټاکلو کې مهمې بلل کیږی لا تر اوسه پورې خپل نوماندان نه دي وړاندې کړي. خو تمه کیږي چې هغوی هم په راتلونکې څو ورځو کې په دغه کار لاس پورې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب