1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنې دویم پړاو ته غځیږي

مسعود جهش۱۳۹۳ اردیبهشت ۶, شنبه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی دوه مخکښ کانديدان ښول شوي خو هیڅ نوماند هم د پنځوس سلنه جمع یو رایې په ترلاسه کولو نه دی توانیدلی.

https://p.dw.com/p/1Bovh
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د دغو پایلو له مخې عبدالله عبدالله د ۴۴.۹سلنهرایو په تر لاسه کولو سره په لومړي او اشرف غني احمدزی د ۳۱.۵سلنهرایو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې دی.

تر دغو دوو مخکښو کانديدانو وروسته په ترتیب سره زلمي رسول د ۱۱.۵، عبدالرب رسول سیاف د ۷.۱، قطب الدین هلال د۲،۷، گل اغا شیرزی د ۱.۶، داوود سلطان زوی د ۰.۵، او هدایت امین ارسلا د ۰.۲سلنه رایو په تر لاسه کولو سره له دریمه تر اتمه پورې ځایونه خپل کړي د ي.

ښاغلي نورستاني روښانه کړه چې دویم پړاو ته د ټاکنو د غځیدو امکان ډیر دی. هغه وویل: «زموږ د څیړنو پر اساس داسې ښکاري چې دغه ټاکنې دویم پړاو ته ځي.» خو نورستاني ټینگار وکړ چې په دې اړه وروستۍ پریکړه یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون له خوا د ټولو شکایتونو تر څیړل کیدو وروسته کیدای شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو ډاډ ورکړ چې که ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي هغوی ورته له تخنیکي او مالي لحاظه چمتوالی لري.

تر دې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د می میاشتي پر۱۴نیټه د ټاکنو وروستۍ پایلي اعلان کړي. که هیڅ نوماند د پنځوس جمع يو سلنه رايو په گټلو و نه توانیږي، ټاکني به دویم پړاو ته وغځیږي. په دې ترتیب سره به د می میاشتي پر ۲۸نېټه د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي. په ۲۰۰۹کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلي د درغلیو د تورونو له کبله څو اوونۍ وروسته اعلان شوې.

په ټاکنو کې د ښځو زیاته ونډه

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د انتظارونو خلاف، کابو اووه میلیونو افغانانو گډون وکړ. که څه هم د افغان حکومت وسله والو مخالفینو گواښ کړی وو چې پر ټاکنیزو مرکزونو باندې به بریدونه وکړي، خو بیا هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وویل چې د اپریل میاشتې د پنځمې نیټې د ټاکنو په گډونوالو کې ۶۴ سلنه نارینه او ۳۶ سلنه ښځینه رای ورکوونکې شاملې وې.

منصرفو نوماندانو ته رایې

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني وویل چې ټول ټال ۲۳۴۶۴۷ رایې د بیلابیلو لاملونو له کبله باطلې اعلان شوې دي چې په ډله کې یې څه د پاڅه ۴۰۰۰۰ هغه رایې هم شاملې دي چې منصرفو نوماندانو ته ورکړل شوي دي.

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې په لومړي سر کې ۱۱ کسانو ځانونه کاندید کړي ول، خو د ټاکنو تر پیل څخه مخکې درې تنه د نورو نوماندانو په گټه له خپلې کاندیداتورۍ تیر شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب