1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وزيرستان د طالبانو مشر ووژل سو

۱۳۸۶ مرداد ۲, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو ويلي چې توند لارو اسلامي ډ لو د شمال لوديځ ايالت په قبايلي سيمو کې بيا پر دولتي ځواکونو باندي بريد ونه پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/DKDf
پاکستاني چارواکو د عبدالله مسعود وژنه طالبانو ته يو لويه ضربه بللې
پاکستاني چارواکو د عبدالله مسعود وژنه طالبانو ته يو لويه ضربه بللېانځور: AP
يوه پاکستاني افسرچې نه يي غوښتل نوم يي واخستل سي خبري رسنيو ته ويلي چې حمله کوونکو په شمالي وزيرستان کي پر د ولتي هډ و باندي باندي د توغند يوبريد ونه کړي.
بله خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د پاکستانيو طالبانويو قوماندان عبدالله مسعود يي نن سهار وختي د بلوچستان ايالت د ږوب په سيمه کي د امنيتي ځواکونو د عملياتو په وخت وژل سوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي چې په دې سيمه پر يو کورباندي چې د راپور له مخي پکښي طالبان يو ځای سوي وه د عملياتو په وخت کې د رې تنه ژوند ي نيولي او عبدالله مسعود چې مخکي له دې د ولتي
ځواکونو ته په لاس ورسي خپل ځان يي په بمونو الوځولی.
پاکستاني چارواکو د عبدالله مسعود وژنه طالبانو ته يو لويه ضربه بللې.
د ياد وني وړده چې عبدالله مسعود په 2004 ميلادي کال کې د گونتا نامو له امريکايي زندان څخه را خوشي سوو او سمد ستي يي په وزيرستان کې د طالبانو د يويي ډلي مشري په غاړه واخسته او د پاکستان حکومت ته يي وخت ناوخته ستونزي پيداکولي چې بيا يوار د پاکستان حکومت د هغه د وژلو اد عا وکړه او يو ځل خويي بيا د هغه په سر د ډ يرو روپيو انعام کښېښودی.