1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان اړیکي یو وار بیا ترينګلي شوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د هند د یو خفیه ایجنټ ویډیو په داسې یو وخت کې خپریږي، چې د پاکستان یو څیړنیز پلاوی د پټهان کوټ هوایې بیس څخه لیدنه کوي. کارپوهان وایې چې په اوسنیو شرایطو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو بهتروالي چانس نه تر سترگو کیږي.

https://p.dw.com/p/1IMJ2
انځور: picture-alliance/dpa/Press Information Bureau

هند د پاکستاني پوځ هغه ادعا رد کړې چې دوی په پاکستان کې د «را» په نوم د هند د استخباراتي ادارې یو جاسوس نیولی دی. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي دي:«د هند حکومت دا تور په بشپړ ډول ردوي چې دغه شخص د هند په لمسون په پاکستان کې جاسوسي کوله. زمونږ د څیړنو پر بنسټ نوموړي شخص په ایران کې د سوداگرۍ په موخه کار کاوه، هغه پریشانه او زورول شوی دی.»

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې یوه ویډیو ښودلې وه چې په هغې کې یو هندۍ جاسوس د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو او هلته د بیلتون غوښتونکو پر تمویلولو اعتراف کوي.

باجوه دا هم ویلي دي چې د 'کل بھوشن یادیو‘ په نوم هندي جاسوس پر مهران ايئر بیس د حملې پلان او په کراچۍ کې پر چوهدري اسلم د برید په هکله هم معلومات درلودل.

د پاکستان او هند تر منځ خبرې اترې ځنډیدلي دي. ټاکل شوې وه چې د جنوري په میاشت کې به د دواړو هیوادونو تر منځ خبرې اترې ترسره شي، خو د هند په پټهان کوټ هوایې بیس یا مرکز باندې تر برید وروسته دغه خبرې اترې وځنډول شوې.

هند تور لگولې وو چې په پاکستان کې منع شوې گوند جیش محمد د پټهان کوټ په بریدونو کې لاس لري. په اسلام آباد کې د پاکستان او هند په چارو کې د ستراتیژیکو څیړنو انستیتوت کارپوه نجم رفیق له دویچه ویله سره په یوه ځانگړی مرکه کې وویل: «دا ډول پيښې په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې د پاکستان او هند تر منځ په ډیالوگ کې پرمختگ جریان لري.»

د هند پخواني سفیر ویویک کټجو، د هند په یوه تلویزوني شبکه کې ویلي دي چې د پاکستان له خوا د دغه جاسوس د اعتراف ویډیو په داسې یو وخت کې وښودل شوه چې د پاکستان یوه څیړنیزه ډله د پټهان کوټ په دوره بوخته ده.

همدارنگه په عین وخت کې هند د پټهان کوټ ایئر بیس د برید طراح او د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته لاسرسئ غواړي.

پاکستان دا منلې چې پر پټهان کوټ ائير بیس د برید کونکو څخه د یو بریدگر د مبائل نمبر په بهاولپور کې د جیش محمد ډلې د مرکزي دفتر پورې تعلق لري او بل دا چې مسعود اظهر د جنورۍ میاشتې له ۱۴ نیټې څخه د پاکستان په حفاظت کې دی.

نجم رفیق د پاکستان او هند د مذاکراتو د راتلونکي په هکله نا امیدي څرگنده کړه. هغه وویل چې په دواړو خواو د بې اعتمادۍ فضاء حاکمه او مخ پر ډیریدو ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب