1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او بنگله دېش تاريخي سرحدي جوړ جاړی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه

د هند او بنگله دیش سرحد ته څیرمه په زرونو اوسیدونکو د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د تر سره شوي سرحدي تړون له کبله جشن ولمانځه. د دغه تړون له مخې به ۵۰ زره کسان چې د يوه هیواد تابعیت يې هم نه لاري تابعيت ولري.

https://p.dw.com/p/1FdTY
انځور: Getty Images/AFP/M.U. Zaman

د هند او بنگله دیش تر منځ کاږه واږه سرحد ته څیرمه د پرتو سیمو اوسیدونکو د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدي تړون جشن ولمانځه. په یو شمیر کلیو کې خلکو د بنگله دېش بیرغ په پورته کولو سره خوښي وښووله.

په ټولیزه توگه په یو شمیر کلیو کې خلکو د د دواړو هیوادونو د بیرغونو پر پورته کیدو سربیره، په کوڅو کې مارش هم وکړ. د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدي تړون له مخې د دغو کلیو اوسیدونکي به د یوې حکومتي طریقې له لارې د هند او یا هم بنگله دیش تابعیت تر لاسه کړي.

پر دغه سرحدي تړون باندي د بنگله دیش صدراعظمي شیخ حسینه او د هغې هندي سیال نریندر مودي په یو لړ رسمي مراسمو کې د شنبې په ورځ لاسلیکونه کړي ول. مودې د شنبې په ورځ د بنگله دیش پلازمېنې ډهاکا ته رسیدلی وو. د هند په جغرافیایي حدودو کې د بدلون دغه قرارداد، د هند پارلمان د روان میلادي کال د می میاشتي پر اوومه نېټه منلی وو.

د سرحدي کلیو او بانډو د یوه غیر دولتي سازمان سیکرتر غلام مصطفی، ویلي دي چې اوس دی او د ده په زرونو ملگري د بنگله دیش تابعیت لري. د هغه په وینا د دوی د کلونو خفگان، درد او په پر له پسې توگه یو ډول ناراحته وضعیت ختم شوی دی او په وینا یې دوی به اوس د نورو وگړو په شان له حقوقو څخه برخمن شي.

د غلام مصطفی په وینا د دوی په کلیو او بانډو کې به د ښوونځیو، روغتونونو او کلینکونو په جوړیدو سره خراب وضعیت بدلون ومومي. یوه بل سپین ږیري اوسیدونکي په ژړغوني غږ وویل چې د ده باور نه کیږي چې ۶۸ کاله وروسته دوی بشپړه آزادي تر لاسه کړه.

د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۶۲ ټاپو وزمه شخړه ییزو سیمو د راتلونکي برخلیک په هلکه په ۱۹۷۴م کال کې یو جوړجاړی رامنځ ته شوی وو. هغه مهال پر دغه تړون د هند لومړۍ وزیري اندرا گاندهي او د بنگله دیش لومړي وزیر شیخ مجیب الرحمن لاسلیک کړی وو.

د تړون له مخې بنگله دیش به د ۱۱۱ او هند به د ۵۱ کلیو ملکیت تر لاسه کړي. په دې ترتیب به د دواړو هیوادونو تر منځ ۴ زره کلیومتره اوږد سرحد یو نوی شکل غوره کړي.

د یکشنبې په ورځ نریندر مودي د بنگله دیش د اپوزیسیون له مشري خالده ضیا سره هم ولیدل.