1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او افغان کريکټ لوبي پايلي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي پرون په سي ګروپ کي پر هند باندي لوبه بايلوله...

https://p.dw.com/p/NCXn
د افغانستان د کريکټ د زيږيدو ټاټوبی په پاکستان کي د مهاجرو کمپونه ول.
د افغانستان د کريکټ د زيږيدو ټاټوبی په پاکستان کي د مهاجرو کمپونه ول.انځور: AP

د افغانستان د ملي لوب ډلي روزونکی، کبير خان، د نړۍ د کريت مخکښ هيوادونو ته بلنه ورکړه، چي د افغانستان د ځوان ټيم چي د لومړي ځل لپاره يي نړيوالو لوبو ته لاره پيدا کړه، مرسته وکړي.

هند دکرکيټ په لوبوکي د نړۍ اتل دی او د دغه لوبي مينه والو هم انتظار نه کاوه چي د افغانستان ځوان ټيم دي له هنديانو څخه دغه لوبه وګتي.

د افغانستان کرکيټ په 2001 کال کي د لومړي ځل لپاره د کرکيټ د نړيوال فدراسيون له خوا په رسيمت وپيژندل سو.

د افغانستان ملي لوب ډلي دوه کاله د مخه د کرکيټ د نړيوال ليګ په پنځم Division کي د آلمان، واناتو او ناروي ترڅنګ لوبي پيل کړي او د نړيوال جام د لوبو لپاره يې وړتيا پيدا کړه.

د لوبي په پيل کي هنديان ډير مخکي ؤ. د هندي ټيم لاس برتوب نړيوالو مخکښو ټيمونو دې ته واړول، چي د کرکيټ پر نړيوال فيدراسيون باندي نيوکي وسي، چي ولي افغانستان يي په نړيوالو لوبو کي شامل کړ.

خو دغه ډول نيوکي وروسته له هغه بې ځايه وګڼل سوې، چي د افغانستان لوبغاړي، نوري علي په خپلو څو منډو سره د لوبي بهير بيرته واړاوه.

نوروز منګل په يو اوور کي 14 منډي، شاپور ځدران په دوو اوور کي 6 منډي، نبي په درې اورو کي 32 منډي، سميع په دوو اوور کي 11 منډي يويي ، out، کريم په دوو اوور کي 22 منډي حمدي حسن په درې اوور کي 8منډي يو out.

د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي مشر نوروز منګل د لوبي له پيل څخه ويلي ول، چي د افغانستان د کرکيټ د سابقي په پام کي نيولو سره د هغه ټيم، خوښ په دې دی، چي د درو لسيزو جګړو څخه وروسته بياهم هغوی وتوانيدل، چي په نړيوالو لوبو کي ګډون وکي.

د افغانستان د کريکټ د زيږيدو ټاټوبی په پاکستان کي د مهاجرو کمپونه ول.

د هند د پياوړي ټيم په وړاندي د افغانستان د ماتي سره سره د ملي لوبډلي روزنکي کبير خان وويل: د يو غښتلي ټيم سره لوبي موږ ته دا قوت راکی،چي په راتلونکي کي ور سره عادت پيدا کړو او دا يو ډير ښه پيل ؤ»

د کرکيټ د نړويالو لوبو په پاته بهيرکي په سي ګروپ کي هند له جنوبي افريقا سره لوبه کوي. او بيا به د چهار شنبي په ورځ افغانستان له جنوبي افريقا سره د سيالي ډګر ته وځي.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل