1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند يو وزیر د کشمیر د شخړې په جریان کې چین ته تللی

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

په داسې حال کې چې د کشمیر مسلمانان اختر لمانځي، د هند تر ولکې لاندې سیمو کې مخابراتي خدمتونه او انترنت لا هم غیرفعاله دي. چارواکي د هندوستان ضد مظاهرو د مخنیوي په موخه، د لویو اجتماعاتو اجازه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3Nlqi
Indien Kaschmir-Konflikt
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

د دوشنبې په ورځ هم د هندوستان تر ولکې لاندي کشمیر کې مخابراتي خدمتونه او انترنت غیرفعاله ول. له بلې خوا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر س. جیشنکر، هم د یوه درې ورځیني سفر په موخه چین ته تللی.

دغه سفر چې د یکشنبې له ورځې پیل شو، په دې هدف ترسره شوی چې د دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیاوې کمې شي. د هند او چین تر منځ هغه مهال ترینګلتیاوې ډیرې شوي چې نوي ډهلي تر خپل کنترول لاندې کشمیر کې د دې سیمې ځانګړي اختیارات له منځه یو وړل.

چین د هندوستان پر دې اقدام باندې سخته نیوکه کړې او ټینګار یې کړی دی چې دغه اقدان د چین ځمکنۍ پشپړتیا ګواښي.

کشمیر د هندوستان او پاکستان تر منځ شخړیزه سیمه ده. دواړه هیوادونه د دې سیمې یوه برخه تر خپل کنترول لاندې لري، خو دواړه بیا د سیمې د بشپړ مالکیت دعوا کوي. هندوستان د کشمیر پر ۴۵ سلنه برخه او نفوس باندې کنترول لري. پاکستان بیا په ۳۵ سلنه کې حاکم دی خو پاتې ۲۰ سلنه برخه د چین تر ادارې لاندې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هاو چونینګ، د هند تر اقدام وروسته وویل: «چین تل د دې مخالف دی چي هندوستان د چین قلمرو چې د چین او هند د پولې په لویدیځې برخه کې دی، تر خپل ادارې حاکمیت لاندې راولي.»

هغې زیاته کړه: «په وروستیو وختونو کې هند د چین د ځمکني حاکمیت تر پښو لاندې کولو ته په یو اړخیز ډول د خپلو کورنیو قوانیو د بدلولو له لارې دوام ورکړ.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «د هندوستان دغه اقدام د منلو وړ نه دی او کوم قانوني اغیز به و نه لري.»

هندوستان او چین، چې د نړۍ دوه تر ټول ډیر نفوس لرونکي هیوادونه دي، د یو شمیر سیمو پر سر سره متقابل او شخړیز موقفونه لري چې ځینې وختونه یې له کبله پر پوله ستونزې هم رامنځ ته شوي دي.

چین ادعا کوي چې د هندوستان د «اروناچل پردیش» ایالت ۹۰ زره کیلومتر مربع سیمه، دې هیواد پورې تعلق لري. هندوستان بیا ادعا کوي چې د چین د «اکسای چن» سیمې ۳۸ کیلو متر مربع برخه، د نوي ډهلي مالکیت دی.

له پاکستان څخه د چین ملاتړ

د هند د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي، تر سفر وروسته، چین ته ورځي. د قریشي او چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، تر غونډې وروسته، بیجینګ اعلان وکړ چې په نړیوال ډګر کې به د پاکستان له پاره د عدالت غوښتنه وکړي.

اسلام آباد هم د شنبې په ورځ اعلان  وکړ چې د کشمیر موضوع به د چین په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړي. شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل: «ما له چین سره دا خبره شریکه کړې ده چې پاکستان غواړي دا موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یوسي. موږ به هلته د چین مرستې ته اړتیا ولرو.» هغه زیاته کړه: «چین ډاډ راکړی چې د پاکستان بشپړ ملاتړ به کوي.»

هندوستان بیا ټنیګار کوي چې تر خپل ولکې لاندې کشمیر د ځانګړي حالت ختمول یې یوه کورنۍ چاره وه او هدف یې په کشمیر کې د «بیلتون غوښتنې او ترهګرۍ» پای ته رسول دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «هندوستان د نورو هیوادونو د کورنیو چارو په اړه نظر نه ورکوي او له نورو هم د ورته اقدام تمه لري.»

دوه اړخیزه بې اعتمادي

د چین او هندوستان اړیکې له ډیر وخت راهیسې د دوه اړخيزي بې اعتمادۍ تر سیورې لاندې دي. دواړو هیوادونو په ۱۹۶۲م کال کې یوه جګړه هم سره کړې. پر دې سربیره هندوستان د تبيت روحاني مشر داليلاما، ته ځای ورکړی او له بلې خوا بیا بیجنګ د نوي ډهلي له دښمن هیواد پاکستان سره هم ډیرې نزدې اړیکړې کړي.

په تیرې لسیزې کې هندوستان له ډیرې اندیښنې سره د دې شاهد وو چې چین په سیمه کې خپل سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیک ځواک لا پسې پراخ کړی. چین بیا له جاپان او امریکا متحده ایالاتو سره د هندوستان د پراخیدونکو اړیکو له کبله اندیښمن دی.

(ms/nz (Srinivas Mazumdaru