1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيې د ياغي سيمې په اړه ځينې حقايق

۱۳۹۶ مهر ۸, شنبه

په کتالونيا کې د ډېرو انسانانو له پاره دغه يکشنبه يوه خاصه ورځ ده. د هسپانيې د دغې سيمې حکومت غواړي چې د خپلواکۍ په هکله رفرنډم راوغواړي. خو ولې په کتالونيايانو کې دغه اراده پياوړې ده چې خپلواکي ولري؟

https://p.dw.com/p/2l0ib
Spanien Katalonien Referendum
انځور: picture-alliance/ZumaPress

کتالونيا د هسپانيې په شمال ختيځ کې پرته ده، يعنې د فرانسې د سرحد په اوږدو کې. دغه سيمه اووه نيم ميلوينه اوسېدونکي لري او د آلمان د نورد راين وېستفالن آيالت په څېر مساحت لري. کتالونيا د هسپانيې يوه له اوولسو خپلواکمنو سيمو څخه ده.

کتالونيا بيا د هسپانيې د نورو سيمو په پرتله يو څه ډېره خپلواکي هم لري، مثلا پوليس او د ښوونې سيستم يې جلا دی. خو دا ورته بسنه نه کوي. هغوی په ټولو برخو کې خپلواکي غواړي او استدلال يې دا دی چې هسپانيا په مهمو سياسي پرېکړو کې کتالونيا ته خيال نه ساتي. مرکزي حکومت د دغه استدلال له مخې، نهْ د کتالونيا کلتور او نه د سيمې کتالوني ژبې ته پاملرنه کوي.

يو تن، يعنې الېکس له ګيرونا څخه وايي چې کتالونيا د هسپانيې له نورو سيمو څخه ډېر توپير لري:«د هسپانيې حکومت دا خبره په رسميت نه پېژني چې په دغه هېواد کې ډېر ملتونه اوسيږي، نه يو ملت. ډېر قومونه په دغه هېواد کې راغلي دي. زه خپله ځان د يوه هسپانوي په څېر نه ګڼم، يعنې د هغه چا په څېر نه يم چې د هسپانيې د پروژې يوه برخه دې وي، يعنې هغسې يو څوک چې هسپانوي ژبه وايي او د هسپانيې د کتلور له مخې ژوند کوي. دا زما خپل هويت نه دی.»اقتصادي عوامل هم مطرح دي

په دې سربېره د پيسو خبره هم مطرح ده. کتالونيا يوه خورا بډايه سيمه ده چې د هسپانيې د اقتصادي طاقت پنځمه برخه تشکيلوي. دلته ډېر لوی شرکتونه مېشت دي چې د ښو مالياتي عايداتو باعث ګرځي. خو له دغو پيسو څخه بايد سيمه يز حکومت د مادريد مرکزي حکومت ته ډېره ونډه ورواستوي.

د کتالونيا ډېر اوسېدونکي په دې اند دي چې دغې سيمې ته خپله په بدل کې ډېر لږ څه ورکول کيږي. د ساري په توګه د رېل ګاډي د پټليو او هوايي ډګرونو په جوړولو کې ورسره کافي مرسته نه کيږي. د فوټبال کتالونيا الاصله روزونکی، پېپ ګارديولا هم، له دې کبله رفنرنډم غواړي:

«موږ به رايې ورکړو، آن که د هسپانيې دولت يې ونه غواړي. موږ ۱۸ ځله دا هڅه کړې ده. خو مادريد تل د «نه» جواب راکوي.»

په ۲۰۱۴ کال کې مثلا همداسې وو. د کتالونيا سيمه يز حکومت غوښتل چې د خپلواکۍ رفنډم تر سره کړي، خو د هسپانيې سترې محکمې اجازه ورنه کړه. د کتالونيا اوسېدونکو بيا د اصلي رفرنډم پر ځای يوه عادي ولسپوښتنه راوغوښته. په نتيجه کې ۸۰ سلنې د «هو» رايه وکاروله. خو په اصل کې يوازې د خپلواکۍ پلويان دغې ولسپوښتنې ته هم ورغلي وو. سږ کال سيمه يز حکومت غواړي چې د مادريد د ګواښونو سربېره رفرنډم تر سره کړي. که اکثريت د «هو» رايه ورکړي، نو قصد يې دا دی چې د ۴۸ ساعتونو په درشل کې د کتالونيا جمهوريت په رسمي توګه اعلان کړي.

 پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2015):

Karte Katalonien Spanien Barcelona POR
کتالونيا د فرانسې پولې ته څېرمه پرته ده