1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيا حکومت د کاتالونیا د خودمختیارۍ د تعلیق ګواښ کړی

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

د کاتالونیا له پاره د هسپانيا د وروستی ضرب الاجل تر پای ته رسیدو وروسته، لومړي وزیر یوه «فوق العاده غونډه» غوښتې او غواړي ۱۵۵ماده عملي کړي. مادرید ویلي دي چې دا به «یو ځل بیا قانوني مشروعیت» رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/2mACn
Spanien Katalonien Konflikt Mariano Rajoy Premierminister
انځور: picture alliance/AP Photo/F. Seco

د هسپانيا لومړي وزیر ماریانو راخوی، د پنجشنبې په ورځ په مادرید کې اعلان وکړ چې حکومت به یې د هسپانيا د اساسي قانون ۱۵۵ ماده عملي کړي. دا به د دې هیواد په تاریخ کې لومړی ځل وي چې دغه ماده په عمل کې پیاده کیږي. د ۱۵۵مادې له عملي کیدو سره به د کاتالونیا سیمه ایز خودمختاري د تعلیق حالت ته راشي او په دې ترتیب سره به د نویو سیمه ایزو ټاکنو له پاره لاره اواره شي.

د لومړي وزیر د دفتر پر تویتر پاڼه خپرې شوې یوې اعلامیې کې راغلي: «د هسپانيا حکومت به د اساسي قانون په ۱۵۵ مادې کې یاداښت شوی پروسیجرونه پر مخ یوسي، ترڅو د کاتالونیا په حکومت کې یو ځل بیا قانوني مشروعیت رامنځ ته شي.»

په بیانیه کې دا خبره هم راغلې ده چې د شنبې ورځې له پاره د کابینې ځانګړې غونډه راغوښتل شوې ده، ترڅو د ۱۵۵مادې چارې پیل شي او اړین تدابیر ونیول شي.د کابینې تر تایید وروسته به سنا په دې اړه پریکړه وکړي. دغه ټول بهیر تر یوې اوونۍ پورې وخت نیولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د هسپانيا د حکومت غړو د اپوزیسیون له غړو سره د پنجشنبې په ورځ هم غونډې کړي دي، ترڅو لازم تدابیر رامنځ ته او پرې موافقه وکړي.

مرکزي حکومت ټینګار کړی دی چې د ۱۵۵ مادي د عملي کولو هدف د کاتالونیا د خلکو په ګډون د ټولو هسپانیایانو د ګټو ژغورل دي. زیاته شوې ده چې بل هدف په خودمختارو سیمو کې د اساسي قانون د نظم  راوستل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاتالونیا د حکومت مشر کارلس پوجدمون، ژمنه کړې ده چې د ۱۵۵ مادې د عملي کیدو په صورت کې به د کاتالونیا پر آزادي لګیدلې وقفه، لیرې کړي. حکومت تر هغه وروسته دغه پریکړه کړې ده چې پوجدمون، د مادرید له خوا تر ټاکل شوي ضرب الاجل مخکې له خپل تجزیه غوښتونکي موقف څخه پر شا نه شو.

هغه د دې پر ځای چې د مرکزي حکومت له غوښتنې سره سم د تجزیې غوښتنې موقف په بشپړه توګه پریږدې، له مادرید سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه. هغه ګواښ وکړ چې که مرکزي حکومت له خبرو اترو او ډیالوګه سرغړونه وکړي نو په بارسیلونا کې سیمه ییز پارلمان کیدای شي چې د آزادي له پاره په رسمي توګه رایه ورکړي.

د کاتالونیا مشر وویل: «د کاتالونیا پارلمان به د آزادي پر رسمي اعلان رای اچونه وکړي. موږ دا کار د اکتوبر پر لسمه نیټه نه وو کړی.»

د کاتالونيا د آزادۍ جنجالي موضوع

پوجدمون د اکتوبر پر لسمه نیټه د کاتالونیا د آزادي له پاره یوه ژمنه اعلان کړه، خو بیا لږ وروسته له خپلې دې خبرې تیر شو. له هغه وخت راهیسې د هسپانیا مرکزي حکومت او کاتالونیا یو له بله بیلابیلې غوښتني کوي.

د کاتالونیا مشر پوجدمون، د اکتوبر میاشتې پر۱۶مه نیټه په دې کې پاتې راغی چې مادرید ته واضح ځواب ووایي چې ایا د کاتالونیا آزادي یې اعلان کړې ده او که نه.

د پنجشنبې په ورځ د هغه وروستی چانس وو چې په دې اړه خپل موقف روښانه کړي. مرکزي حکومت لا وختي ویلي ول چې د یوه واضح ځواب د نه ترلاسه کولو په صورت کې به د اساسي قانون ۱۵۵ ماده عملي کړي چې په پایله کې یې د کاتالونیا خپلواکمني د تعلیق حالت راځي او په دې سیمه کې نویو ټاکنو ته لار اواریږي.

جنجالونه هغه وخت پیل شول چې د روان کال د اکتوبر پر لومړۍ نیټه شاوخوا دوه میلیونه کاتالونیایانو د آزادي په اړه یوې ټولپوښتنې ته رایې ورکړي. خو د هسپانيا سترې محکمې دغه ټولپوښتنه غیرې قانوني بللې وه. د ټولپوښتنې شاوخوا ۹۰ سلنه ګډونوالو له هسپانيا څخه د بیلیدو په حق کې رایې ورکړي. خو په ټولپوښتنې کې د رای ورکونې د شرایطو نیمایي پوره کوونکو برخه اخیستې وه او ډیره هغه کسان چې د کاتالونیا د خپلواکي خلاف دي، په دې ټولپوښتنه کي يې گډون ونه کړ.

د کاتالونیا اوسیدونکي له هسپانیا څخه د بیلیدو موضوع په اړه سره ویشل شوي دي. په وروستیو وختونو کې د دواړو اړخونو په سونو زره پلویان د کاتالونیا سړکونو ته راوتي دي او يو د بل پرضد يې مظاهرې کړي.