د هرات ولايت ۷۰ ډوله محلي غذاوي
د «Terra Madre» يا مورنۍ مځکي نړيواله ورځ د هرات ولایت د کرهڼي او مالدارۍ رياست لخوا په محلي غذاوو سره ولمانځله. په دغه مراسمو کي د هرات نزدې ۷۰ ډوله محلي غذاوي تهيه سوې وې.
د دسمبر د مياشتي لسمه نېټه د نړۍ په مختلفونو هيوادونو کي له مځکه څخه د منني په توګه لمانځل کيږي، ځکه چي د خوراکي موادو د پراختيا سبب مځکه ګرځېدلې ده. د «تيرا مادره» کلمه له ايتاليايي ژبي څخه راغلې ده.
کېدای سي دغه ورځ په هرات کي، ځکه لمانځل سوې وي چي په دغه ولايت کي له کلونو راهيسي ايتاليايي ځواکونه مېشت دي. دغه ورڅ په هرات کي په لومړی ځل ولمانځل سوه.
په دغه ورځ اکثراً هغه غذاوي پخيږي چي په سیمي کي کرار کرار د هېرېدو په حال کي وي، څو خلک بيرته د هغه پخولو ته مخه کړي. دغه ورځ په لومړي وار په ۲۰۰۴ کال کي د ايتاليا په تورين ښار کي ولمانځل سوه.
دغه مراسمو ته ورغلي کسان وايي چي داسي غذاوي يې وليدلي او وخوړلې چي تر اوسه پوري يې نه ليدلي او نه هم خوړلي وې.
په دې انځور کي د هرات ولايت د «قليف» په نوم غذا ښکاري چي په اوړو کي د پسه لم په تنور کي پخيږي او بيا د سهار له خوا خوړل کيږي.
په دغه ورځ د هرات نزدې ۷۰ ډوله غذاوي د هغو د پخولو له سامانونو سره یو ځای برابري سوي وې. په دې انځور کي وچ غټی ښکاري چي دا هم د سهار له خوا له چايو سره خوړل کيږي.
په افغانستان کي د بهرنيو غذاوو په ډېرېدو سره پخوانۍ سيمه ييزي غذاوي د هيرېدو له خطر سره مخامخ دي.
د هرات تر ټولو مشهوره محلي غذاوي، کيچړی، د لاندي غوښي، علور تروش، علور شير... دي.
آش په هرات کي د ژمي په موسم کي خوړل کيږي. ويل کيږي چي دا د زکام د درملني له پاره تر ټولو ښه لار ده.
نرګيس کباب هم د هرات يوه له ښوو غذاوو څخه ده. دغه شان خواړه په ځانګړو مېلمستياوو کي پخيږي.
د هرات کيچړی هم ډېر خوندور بلل سوې دی. کيچړی له ورجو او ماشو څخه تياريږي.
دا د پسه د غوښو او بهي څخه يو ډول پخه سوې غورمه ده چي په هرات کي په خاصو وختونو کي مېلمنو ته تياريږي.
تر اصلي غذا وروسته په هرات کي فرنی هم ډېر خوړل کيږي. د هرات په رستورانتونو کي که تر غذا وروسته فرنی ور نه کړل سي مشتري ډېر ناراضه وي.
د هرات ولايت په ډېرو سيمو کي غړکه اوس هم د پسه يا بزې له پوست څخه جوړيږي.