1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د هجرت پرلاره مي مور او دواړي پښې له لاسه وکړې"

۱۳۹۶ فروردین ۲۶, شنبه

هغه مهال چې فاطمې اروپا پر لور خپله د سفر بستره تړله، دا فکر يې نه کاوه چې په دې لاره کې به خپله مور او دواړې پښې له لاسه ورکړي. فاطمې د خپل نشه یي خاوند له ظلمونو څخه د خلاصون او د يو هوسا ژوندانه خوب ليدلی ؤ.

https://p.dw.com/p/2bGOW
Kroatien Flüchtlingszentrum in Slavonski Brod
انځور: Reuters/A. Bronic

فاطمه بخشي له افغانستان څخه د خپلې مور او دوه ماشومانو سره اروپا کې د مهاجرت ژوند غوره او دغه مقصد ته د رسيدو په لاره کې يې سخت تکليفونه ګاللي. که څه هم هغه په دغه مقصد کې تر يو حده بریالۍ شوې خو اوس له خپل غلط تعبير څخه ډیره ناخوښه ده. هغې ګمان کاوه چې اروپا ته رسيدو سره سم به د هوسا او آرامه ژوند خاونده شي.

فاطمه په افغانستان کې په دې وتوانيده چې د خپل ظالم پلار او خاوند څخه آیرلند ته د تلو اجازه ترلاسه کړي. د هغې له پخوا څخه په آيرلند کې يو شمير خپلوان هستوګن دي.

فاطمې تيرکال په سربيا کې د يوې ترافيکي پيښه په ترڅ کې نه يوازې دا چې خپلې دوه پښې يې له لاسه ورکړې بلکه مور يې له لاسه ورکړه. خو هغه اوس هم په دې هڅه کې ده چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره ځان آیرلند ته ورسوي. فاطمه وايي چې په آيرلند کې يې ماما او يو شمير خپلوان اوسيږي.

د فاطمې دغه دردونکې کيسه، د ډيرو ښځو د ژوندانه له کيسو څخه يوه ده، کوم چې د انساني قاچاقبرانو په مرسته او د هغو په فريب له خطرناکو لارو د مهاجرت سفرونه انتخابوي.

فاطمه وايي چې هغې ته اوس د پيښې د پيښيدو وخت نه ورياديږي، خو دا مني چې د پيښې وروسته قاچاقبرانو ورسره مرسته کړې ده.

تيرکال کله چې مهاجرو پر مخ د بالکان لارې وتړل شوې، په زرونو هغه مهاجر چې غوښتل يې د هوسا ژوندانه لرلو لپاره د شمالي او لويديځې اروپا هيوادونو ته ځانونه ورسوي بند پاتې شول. له هغې وروسته تر دا مهاله ياد مهاجر هڅې کوي تر څو د انساني قاچبرانو په مرسته له غیرقانوني لارو ځانونه د مقصد هيوادونو ته ورسوي.

فاطمه د ۱۷ کلونو وه چې پلار يې ميړه ته ورکړه او واده يې وشو. د هغې خاوند په نشه يې توکو روږدی وو. فاطمه وايي چې د خاوند له لاسه يې ډیر ظلمونه او ستمونه ليدلي دي. هغه وايي کله يې چې غوښتل خپل پلار کور ته د پناه په مقصد ولاړه شي خاوند لخوا پرې نه ښودل شوه. پايله کې د فاطمې مور، ژمنه شوه تر څو د خپلې لور د ژغورنې په مقصد هغه له ځانه سره آيرلند ته يوسي.

فاطمه وايي چې هغه له افغانستان څخه د خپلې مور او دوو ماشومانو سره لمړی پاکستان بیا ایران او له هغه ځایه ترکيه، يونان او بلاخره مقدونيې ته راغلل. هغه وايي چې ټول سفرونه يې د قاچاقبرانو په مرسته کړي چې بلاخره د تيرکال په دسامبر مياشت کې سربيا ته ورسيدل.

د همدې مياشتې په شلمه نيټه په سربيا کې د فاطمې دوي حامل موټر ترافيکې پيښه وکړه. معيوبه فاطمه اوس د سربيا په سويل کې د ژغورنۍ یا د امن په يوه کور کې ژوند کوي.

فاطمې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې لخوا د واقعي مهاجرې تصديق پاڼه ترلاسه کړې ده. دغه اداره اوس د دغې افغان مهاجرې لپاره نورې مرستې برابروي. خو تر اوسه لا دا خبره باوري شوې نده چې هغه دې وشي کړای له خپلو ماشومانو سره آيرلند ته لاړه شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.04.2017):