1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هاګ نړيوالي محکمې د دوو تنو افغانانو د بند حکم صادر کړی

۱۳۸۷ تیر ۲۷, پنجشنبه

تيره اونۍ په دنهاګ کي دهاګ په نړيواله محکمه دافغانستان دجګړې دجنایتکارانوله ډلي څخه دوه تنه محاکمه سول

https://p.dw.com/p/EeO6
د هاګ د نړيوالي محمې جريان
د هاګ د نړيوالي محمې جريانانځور: AP

حسام الدين حسام چي له1983 نه تر 1991کاله پوري دملي امنيت د ادارې او يا داستخباراتو مسول و، اودده مرستيال حبيب الله جلالزی. حسام الدين حسام چي په1992 کال کي هالنډته مهاجرسوی و، دهغه کال دسپتمبر دمياشتي پر 24 نيټه يي په هغه هيوادکي سياسي پناه ورکړه. درې واري ده ته دتحقيق لپاره وخت ورکړ سو او وروسته دبهرنیوچارو د وزارت له تحقيق او د عدليې وزارت له پوښتنو څخه دهالنډ دعدليې وزارت د2004 کال دفبرورۍ دمیاشتي په لمړۍ نيټه پر يکړه وکړه چي ده ته سياسي پناه ورنه کړي.که څه هم چي په هالنډکي که ديو چادسياسي پناه غوښتنه ردسي بايد وروسته تر څو ونيو د هغه هيواد له خاوري څخه ووزي.

خوددې لپاره چي نوموړي د ده دتحقيقاتو له مخه دجګړې جنایتونه کړي وو اوبشري حقوق يي تر پښو لاندي کړي ول، نودهمدې لپاره تر1F قانوني مادې لاندي راغلی او همدا ووچي، په 2000کال دسپټمبر پر څلورمه دعدليې وزارت د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړ ترڅو د ده په اړه نور تحقيقات تر سره کړي، خود2003 کال دمارچ تر مياشتي پوري دنوموړي پر ضد کومسند پيدانسو،ترڅوچي دهمدې کال دمارچ پر 11 د یو بل جنګي مجرم څخه تحقيقات پيل سول اودهغه په اړوند دڅوکسو تلفونونه ترکنترول لاندي ونيول سول له دې ټليفوني خبرو څخه دوی دحسام په هکله هم ځني معلومات ترلاسه کړل. په تيره بيا د ده دکړولو او وهلو دطريقو په هکله. نودهمدې ياني 2003کال دسپټمبر پر دوهمه نيټه دتورن حسام الدين حسام پر ضد هم محکمه دايره سوه ترڅو بياد2004 کال په نوامبر کي دغه تورن ونيول سو.

Gedenkveranstaltung für die Opfer von Srebrenica in Den Haag
انځور: dpa

پدي دوران کي ډيرو کسانو دده اودهغه دمرستيال جلالزي پر ضد شاهدۍ ورکړې ،او دوه واري دهمدې موضوع په هکله دتحقيق لپاره هيتونه افغانستان ته واستول سول ، ترڅوچي له شاهدانو سره خبري وکړي. دغه ډول دتورن مدافع وکيل ته له شاهدانو څخه دپوښتني لپاره وخت ورکړل سوی و. تورن اودهغه مدافع وکيل ته لس مياشتي وخت او دغه راز اقتصادي مرسته ورکول کيده ترڅو دتورن بېګنايي ثابته کړي.خودوي ونسوای کولای چي دنوموړي بېګناهي ثابته کړي نود2005کال د سبټمبر پر 28 محکمې حکم وکړی او پر حسام الدين حسام باندي يي 12کاله اوپر حبيب الله جلالزي باندي يي9 کاله بندراويستی. دوی دوهمي محکمې ته دمراجعې اجازه درلوده اوپه نوموړې محکمه کي30 کسانو چي ځني يي خپله ددغو دواړو په امر په ملکي او ياپوځي خاداو صدارت کي کړول سوي او وهل سوي ول ددوي پر ضد شهادت ورکړی.

دغه راز دهغو په ډله کي داسي يو څوک هم ووچي ، دلاسګوتي يي ژوبلي وې اويوه ګوته يي پرې سوې هم وه ده ويلي چي جلالزي امرکړی و چي د ده کيڼ لاس دي په دروازه کي ونيول سي ترڅو په ښی لاس اقرار وليکلای سي. دغه ډول دجنرال حسام الدين حسام ميرمني په خپل خط د خپل ياداښت په کتابچه کي داسي ليکلي دي چي: د دې ميړه به له کوره څخه په ټليفون کي ديوچادوژلو اوياکړولو امرونه کول دغه ډول دهالنډ دعدليې وزارت دټليفونوپه اوريدو کي هم داسي خبري اوريدل سوي دي چي ډيري جالبي دي مثلا 2004کال داکتوبر دمياشتي پر 15 نيټه دماځيګر پر درو بجو او 15 دقيقو د ډاکترنجيب دوخت دملکي خاد مسول حسام سره په ټليفوني خبروکی ديو چادګرفتارۍ له امله مننه کړې او ويلي يي دي چي څرنګه دصدارت په زندان کي شکنجه کړی او په زوره يي اقرار ځني اخيستی دی.

تورن ونسوای کړای چي لدې حقيقت څخه منکر سي ځکه چي په خپل اقرار کي يي پخپله ويلي وه چي، د صدارت زندان ته ديو چا استول هغه ته سل په سلوکي دوهلو ټکولو اوحتي تر وهلو لاندي دوژل کيدو امکان هم وو.

دغه ډول ډيرو کسانو ددوی پر ضد دهالنډ دعدليې وزارت شهادت ورکړی دی. ترڅو چي د2006 کال دسپټمبر په شپږمه نيټه محکمې بياهغه پخوانی حکم تايیدکړی او بيا هم دوی ته له ځان څخه د دفاع امکانات ورکړل سول خودوی دځان په بريزمه کولو بريالي نه سول ترڅوچي د دنهاګ نړيوالي محکمې تيره اونۍ بيا محکمه دايره کړه او دغه کسان يي بيا په 12 او9 کالو بند محکوم کړل