1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالند پارلمان غواړي د چرسو توليد قانوني کړي

۱۳۹۵ اسفند ۴, چهارشنبه

هالنډ له کلونو راهيسي د چرسيانو جنت بلل کيږي. هلته قهوه خانۍ د چرسو د خرڅلاو اجازه لري. خو په لويه کچه د دغو نشه يي موادو د توليد اجازه نه شته. اوس ښايي يو قانون په دې کې بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/2Y1iE
Niederlande Coffee Shop in Amsterdam
انځور: Getty images/AFP/J. Juinen

د هالنډ پارلمان د رايو په يو څه کم اکثريت سره په لويه پيمانه د بنګو د کښت د قانوني کولو پلوي وکړه. د «اين او ايس» تلويزيوني شبکې په حواله د ولسي جرګې ۷۷ استازو د دې وړانديز په پلوۍ او ۷۲ یې پر ضد خپلې رای وکارولې.

د دې قانون د وړاندي کولو نوښت د «D66» ګوند يوې غړې ويرا بیرګکمف، کړې وو. خو دا قانون  د سنا مجلس له خوا هم بايد تصويب شي. ويل کيږي چې په سنا مجلس کې به په دې اړه رای ګیري د مارچ مياشتي پر ۱۵ یعني د پارلماني ټاکنو تر مخه ممکنه نه وي.

په هالنډ کې د شخصي استعمال له پاره د چرسو استعمال په ۱۹۷۶م کال کې د هپي غورځنګ د اوج پر وخت قانوني شو. له هغه وخت راهيسې د هالند په قهوه خانو کې تر پنځه ګرامه پوري چرس پلورل کيدای شي او تر پنځوو بوټو بنگو پوري يې د کرلو اجازه شته.

دمګړۍ په دغه هيواد کې کابو۶۰۰ قهوه خانې شته چې د چرسو يا ماريوانا(د بنگو پاڼي) د خرڅلاو له کبله په کال کې څو ميليونه يورو عايد لري. دغه قهوه خانې له بهرنيو هیوادونو څخه سيلانيان راجلبوي.

د ولسي جرګې له خوا منل شوې دغه قانوي مسوده په پام کې لري چې چرس به تر حکومتي کنترول لاندي تولديږي. دوی ويلي دي چي «د وګړو د روغتيا له پاره به دا ګټوره وي چې موږ وپوهيږو چې د بنګو بوټي له کومه ځایه راځي؟.»

خو د دې نوښت مخالفين بیا دې ته اشاره کوي چې د بنګو کرل له نړيوالو حقوقي تعهداتو سره مطابقت نه لري او کيدای شي د دې لامل وګرځي چې لا زيات ځوانان په دې نشه اخته شي. خو د هالنډ ډيري ناحیي د دې پلوي کوي او غواړي چې د بنګو د کښت جوازونه ترلاسه کړي څو د جنایتکارو بانډونو قدرت له منځه يوړل شي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: