1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په اکثرو هيوادونو کي نن د کوچنی اختر لومړۍ ورځ ده

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۶, دوشنبه

سعودي عربستان او د نړۍ تقريباً ۱۳ نور هيوادونه نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځي. سعودي عربستان د يکشنبې ورځ د روژې مبارکي مياشتي وروستۍ ورځ اعلان کړه.

https://p.dw.com/p/1CjjG
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

په دې سره نو په بحرين، مصر، اردن، عراق، کويت، لبنان، قطر، فلسطين، سوريې، متحدو اماراتو، يمن او افغانستان هم د دوشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

اندونيزيا چي په اسلامي هيوادونو کي تر ټولو ډېر مسلمانان پکښې ژوند کوي هم د دوشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په هند کي مسافر افغانان اختر لمانځي
په هند کي مسافر افغانان اختر لمانځيانځور: DESHAKALYAN CHOWDHURY/AFP/Getty Images

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په نړۍ کي ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ويلي او د يوه ښاد او له برکته ډک اختر هيله يې ښوولې ده.

د سپيني ماڼۍ له خوا په يوه خپره سوې ويناپاڼه کي د اوباما په حواله راغلي دي: «لکه څرنگه چي اختر د روژې مياشتي ختم ښيي، هغه دغه راز زموږ د يوځای کېدو له پاره گډ ارزښتونه هم ښيي.»

په وينا پاڼه کي زياته سوې ده چي اختر دغه راز هغه ژمني هم تازه کوي چي هغه مذهبي انسانان بايد له هر هغه چا سره په ځانگړې توگه چي له لوږي، تاوتريخوالي او يا مريضي سره مخامخ وي مرستي وکړي.

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کي کوچنی اختر ډول ډول لمانځل کيږي. په کندهار کي د اختر په وياړ په ښار کي دننه او دباندي د موسيقۍ، اتڼ او کليوالي لوبو دوديزي مېلې جوړيږي.

په خوست کي نوي ځوانان چې په خوستۍ لهجه «ژڼيه» بلل کيږي، د اختر د مخه لا په دې بوخت وي چي د سونگ بېلابېل توکي، لکه زوزان، خزلي او د موټرو زاړه ټايرونه راټول کړي، چي بيا د روژې پر ديرشمه يعنی د اختر په شپه ورته اور ورته کړي.

په خوست کي لوبي
انځور: DW

دې ته په خوست کي مرگند وايي، چي له ډېر پخوا راهيسي دود دى او په دې وروستيو کي لږ زيانمن سوى او د نا امنيو له وجي په ټولو سيمو کي نه ترسره کيږي په ځينو کليو پوري محدود سوى دی. د مرگند په شپه تر ټولو دا ډېر خوندور وي، چي کوچنۍ نجوني درياوي وهي او ژڼي بيا باروت او پټاکۍ چاودي.