د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
د روغتيا نړيوال سازمان اضطراري غونډه رابللې
د روغتيا نړيوال سازمان د زيکا وايروس د لا خپرېدو د بيري په تناظر کي يوه اضطراري غونډه رابللې ده. ياد سازمان ويلي چي زيکا وايروس په زښت زيات سرأت سره د امريکا په ستره وچه کي د خپرېدو په حال کي دی. دغه وايروس چي د غوماشو له طريقه خپريږي، په هکله يې اټکل کيږي چي په اخته مېندي معذوره ماشومان زېږوي. په دې ترڅ کي په برازيل کي په زرهاؤ داسي نوي ماشومان زېږېدلي دي چي معذوره دي.
د سوريې د ياغيانو ائتلاف د سولي په خبرو اترو کي برخه نه اخلي
د سوريې د ياغيانو هغه ائتلاف چي ملاتړ يې د سعودي عربستان له خوا کيږي، د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولي په خبرو اترو کي برخه نه اخلي. دغه خبري اتري د شنبې په ورځ په ژينيف کي پېليږي. د سوريې د ياغيانو ائتلاف ويلي چي د هغوی هغه شرط نه دی پوره سوی چي اول دي هوايي بريدونه ودرول او د سوريې پر ښارونو دي کلابندۍ ليري سي.
د آلمان ائتلافي حکومت د مهاجرت د قانون پر دويم بنډل تفاهم وکړ
د آلمان ائتلافي حکومت پسله څو مياشتو جر و بحث څخه بالاخر د مهاجرت د قانون پر دويم بنډل تفاهم وکړ. د آلمان د ائتلافي حکومت د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس زيګمار ګابريل د پنجشنبې په ماښام وويل چي د مهاجرت د قانون دويم بنډل بشپړ سو. د آلمان د اقتصاد وزير او د لومړي صدارت مرستيال ګابريل دغه څرګندونې د لومړي صدارت په دفتر کي درو واړو ائتلافي ګوندونو د مشرانو د غونډي وروسته وکړې.
اوباما په ليبيا کي د داعش پر ضد مبارزه غواړي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوبا ويلي دي چي د «اسلامي دولت» په نوم ډلې د لا پراخېدو د مخنيوي له پاره بايد تر امکان تر حد پوري هڅي وسي. د سپيني ماڼۍ د يوې اعلاميې له مخي اوباما پر خپلو امنيتي سلاکارانو ږغ کړی دی چي په ليبيا کي دي د ترهګرۍ ضد مبارزه لا قوي کړله سي. د دې څخه تر مخه د دفاعي چارو وزير اشټون کارټر ويلي ول چي داعش په ليبيا کي د بهرنيو جنګياليو له پاره د تربيتي کمپونه جوړوي.
ډونلډ ټرمپ په مشهوره تلويزيوني مناظره کي ونډه نه واخيسته
د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشر کانديد ډونلډ ټرمپ د ګوند دننه د انتخاباتو د لومړي پړاو څخه مخکي په مهمه تلويزيوني مناظره کي برخه نه واخيسته. په دې توګه سره نوموړي خپله هغه خبره رشتيا کړه، چي ويلي يې ول په دغه مناظره کي به ونډه نه واخلي. ټرمپ په دغه مناظره کي د ګډون له پاره د فوکس نيوز تلويزيون څخه د پنځو مليونو ډالرو غوښتنه کړې وه.
په چين کي د بشري حقونو درې فعالين په بند محکوم سول
د چين په هيواد کي د بشري حقونو درو فعالينو ته د بند سزا اورول سوې ده. د بخښني د نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل په حواله د تانګ جينګ لينګ په نوم د بشري حقونو وکيل ته پنځه کاله، و يووان شين تينګ ته درې نيم کاله او وانګ قينګ ينګ ته د دوو کالو بند سزا اورول سوې ده. دغه کسان د کانتون ښار په يوه محکمه کي محاکمه سول. پر هغوی تور لګول سوی ؤ چي داسي کتابونه يې خپاره کړي چي د سوليز پاڅون په تړاو ول.