د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
په یمن کې بمبارۍ ۳۰ تنه وژلي دي
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه د ۳۰ ملکي کسانو د وژل کیدو او نور ۲۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. ځایي خبریالانو د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د پلازمینې صنعا د شمال لویدیځ په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پر یوې خالي امنیتي ودانۍ لومړنۍ بمبارۍ کومه مرگ ژوبله نه ده رامنځ ته کړې. زیاته شوې ده چې تر هغې یو ساعت وروسته پر یوه کور باندې بمباري شوی.
د بورکینا فاسو لومړی وزیر بیرته آزاد کړل شوی
په لویدیځ افریقایي هیواد بورکینا فارسو کې تر یوې کودتا وروسته پوځ پلازمینې او آگادوگو ته ورننوتی دی او د عیني شاهدانو د وینا له مخې په سونو کودتاچیانو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي دي. د جمهوري ریاست یاغي گارد نیول شوی صدراعظم اسحاق زیدا، بیرته آزاد کړل شوی او د معلوماتو له مخې بیرته خپل کور ته راگرځیدلی دی. له کودتاچیانو څخه عاجل غوښتل شوي ول چې تسلیم شي او په سوله ییزه توگه بیرته خپلو قشلو ته وروگرځي.
بانکي مون: اروپایي ټولنه بايد یوه توافق ته ورسیږي
ملگرو ملتونو له اروپایي اتحادیې څخه د کډوالو په کړکیچ کې یوه توافق ته د رسیدو غوښتنه کړې ده. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د سه شنبې په ورځ په ژنیف کې ویلي دي چې دی په دې هکله ژور اندیښمن دی چې په اروپا کې د مهاجرو او کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي. د بیلگې په توگه هغه ورځ تر بلې د سرحدونو د تړلو او د مهاجرو د بندي کولو یادونه وکړه.
ملگرو ملتونو د سوریې له پاره د څلورو کاري ډلو مشران ټاکلي
د ملگرو ملتونو په وینا د دغې ادارې عمومي منشي بانکي مون د سوریې له پاره د څلورو کاري ډلو مشران ټاکلي دي. دغه څه ته په خبرو اترو کې د پرمختگ د یوه اقدام په سترگه کتل کیږي چې اټکل کیږي د جگړې ښکیل اړخونه د سولې د تگلاري د تطبیقیدو پر څرنگوالي باندي بحثونه وکړي. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستافن دي میستورا، ویلي دي چې د دې نتیجه به د سوریې د تړون له پاره یو بنسټ رامنځ ته کړي.
د مصر پوځ په سینا نیمه ټاپو کې۳۲۰۰ استوگنځایونه نړولي دي
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي دي چې د مصر پوځ د ترهگرۍ پر ضد مبارزې په ترڅ کې د سینا په نیمه ټاپو کې د ۳۲۰۰ کورنیو کورونه ویجاړ کړي دي. د نوموړي سازمان په خبره دا په بشپړه توگه له نړیوالو قوانینو سره په ټکرکې ده او په وینا یې یوازې د تاوتریخوالي اضافي مقاومت ته لمن وهي. له ۲۰۱۳م کال راهیسې د مصر پوځ د غزې تراړې پر پوله ودانۍ نړوي.