د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«په افغانستان کي دي د آلماني عسکرو شمېر زیات سي»
د آلماني پوځ اتحادیه د جرمني حکومت له خوا پلان سوې د افغانستان سهمیه تر ۹۸۰ عسکرو پوري ډیرلږ بولي. د دغي اتحادیې مشر، اندرې ویستنر د چهارشنبه په ورځ وویل ، چي «موږ غواړو دغه سهمیه تر ۱۵۰۰ عسکرو پوري وي. حتمي نده ، چي هغه په سیمه کي حضور ولري، بلکي ددې له پاره چي ژر عکس العمل وښوولای سي.» د جرمني حکومت د چهارشنبه په ورځ په افغانستان کي د خپل ماموریت او د سهمیې د یو لږ اضافه کیدو پريکړه وکړه.
په فرانسه کي بېړنی حالت د درو مياشتو له پاره تمد سو
د فرانسې ولسي جرگې اضطراري حالت ددرو نورو میاشتو دپاره تمدید کړ. وکیلانود پنجشنبه په ورځ د قانون د مسودې دغي مادې ته رایه ورکړه. خو د ټولي مسودې په باب لا رایه نه ده ورکول سوې . سربیره پردې باید هغه سنأ هم تصویب کړي ، چي د جمعې په ورځ جلسه کوي. حکومت غواړي په دغې بستې سره د پاریس تر ترهگري حملو وروسته ډیر امنیتي مقررات سخت کړي.
د کيمياوي او بيالوژيکي وسلو څخه خبرداری
د فرانسې صدراعظم مانوییل والس د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو د استعمال څخه خبرداری ورکړی دی. والس په پارلمان کي د اضطراري حالت د تمدید ددلایلو په بحث کي وویل ، چي«موږ بایدددغه ډول وسلو استعمال له امکان څخه لیري ونه بولو.»دده په خبره ددې امکان سته ، چي کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلې موجودي وي.»خو والس د ددغه ډول وسلو د استعمال ممکنه پلانونه یاد نه کړل.
د يونان پيره ساحلي ښار ته په زرونو مهاجر رسېدلي
د یونان د اژه د جزیزې د شرقي برخی څخه د یونان خاوري ته د مهاجرينوڅپې لا وررواني دي. د پنجشنبې ورځي په سهار درو کښتیو تقریبأ ۳۳۵۰ مهاجرين د پیره ساحلي ښار ته انتقال کړل. د هغوی اکثریت غوښتل لویدیځ یا شمالي اروپا ته ولاړ سي. یوناني رسنیو خبر ورکړی دی ، چي په تیرو دروورځو کي د یونان- مقدونیې سرحد ته ۱۷۰۰۰ مهاجرين رسیدلي دي.
اوباما د سوريايي کډوالو د منلو پلوي کوي
د امريکامتحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما غواړي د لسو زرو سوريايي مهاجرو د قبلولو پر ضد د جمهوري غوښتونکو مقاومت مات کړي. د پاریس تر حملو وروسته په کانگرس کي اکثریت جمهوري غوښتونکو د قانون یوه مسوده وړاندي کړې ده، چي پراساس یې د سوريايي مهاجرو منل سختیږي. سپيني ماڼی اوس د همدغي مسودې پر ضد د اوباما د ویټو اعلان کړی دی.
د اسلامي دولت ډلي پرضد امنيت شورا ته پريکړه ليک
روسيې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په حیرانونکې توگه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد خپل یو پریکړه لیک وړاندي کړی دی. په ملګرو ملتو کي د روسيې سفیر ویتالي چورکین د پریکړه لیک د وړاندي کولو پر وخت وویل چي هغه د ټولو له پاره د منلو وړدی. په دې سره نو مسکو تر پاریس مخکي سو چي هم یې د امنيت شوراته د پریکړه لیک د وړاندي کولو اعلان کړی وو.