1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د تر ټولو بډایه کس لور له یوه مسلمان سره واده کوي

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

د مایکروساف شرکت د مشر بیل ګیټس لور جینیفر کاترین ګیتس په دې وروستیو کې له یوه مسلمان سره په نیږدې رابطه کې ده او داسې بریښي چې دوی دواړه به ډیر ژر واده وکړي. بیل ګیټس د مایکروسافت شرکت مشر او د نړۍ تر ټولو بډایه کس دی.

https://p.dw.com/p/3WCKJ
Spanien Madrid Jennifer Gates und Nayel Nassar
انځور: Imago Images/PPE/Thorton

د مایکروسافت شرکت د مشر بیل ګیتس ۲۱ کلنه لور جینیفر کاترین ګیتس پر خپلې انسټاګرام پاڼه کې د مصري مسلمان نایل نصر سره خپل غبرګ انځورونه خپاره کړي دي.

د دغو انځورونو ځینې یې د مینې او دوستانه په فضا کې او ځینې نور یې هم د تفریح او چکر پرمهال اخیستل شوي دي. هغې پر خپلې انسټاګرام پاڼې باندې نصر د خپل ځان له پاره تر ټولو غوره کس بللی دی.

نایل نصر هم پر خپلې انسټاګرام پاڼه باندې له جینیفر سره خپل ګډ انځورونه خپاره کړي دي او په ځینو انځورونو کې یې د ژر واده او ګډ ژوند کولو اشارې هم کړي دي.

Spanien Madrid Jennifer Gates und Nayel Nassar
انځور: Getty Images/S. de Roman

نایل نصر څوک دی؟

نایل نصر د مصر اصلي ‌اوسیدونکی او مسلمان دی. نوموړی يو مسلکي آس ځغلونکی دی. د هغې مور او پلار اوس په کویټ کې د کورونو د داخلي ډیزاین کاروبار لري. نوموړي په امریکا متحده ایالاتو کې د اقتصاد او مدیریت په برخه کې لوړې زده کړې دي.

د لي پاریزین په نامه یوې فرانسوۍ مجلې په دې وروستیو کې د نایل نصر او د بیل ګیټس د لور جینیفر کاترین ګیټس ترمنځ د دوستۍ او په راتلونکې کې د احتمالي واده په هکله یو رپوټ هم خپور کړی وو.