1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو ستره سیاحتي کښتۍ سفر پيلوي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د «Harmony of the seas» په نوم دغه کښتۍ د ۳۶۲ مترو په اوږدوالي سره د نړۍ تر ټولو ستره بیړۍ ده. د می میاشتي پر ۲۲نېټه به دا خپل لومړی سفر پیل کړي.

https://p.dw.com/p/1IpgI
انځور: picture-alliance/dpa/F.Dubray

د نړۍ دا تر ټولو لویه بیړۍ د سه شنبې په ورځ د برېتانیا په ساوت همپتن کې خپل لومړي سفر ته چمتو شوه. دغه کښتۍ تیره یکشنبې د فرانسې له سانت نازایر څخه چیرته چې دا جوړه شوې وه، په داسې حال کې چې په سونو کسان یې نندارې ته راغلي ول، د برېتانيا د دغه بندر پر لور روانه شوې وه.

۳۶۲ متره اوږده او ۷۲ متره لوړه دغه کښتۍ به د می میاشتي پر ۲۲ نيټه د مدیترانې پر لور خپل لومړی سفر پيل کړي.

په دې کښتۍ کې تقریباً ۵۵۰۰ مسافر په یو وار سفر کولای شي. دغه ۱۶ پوړيزه کښتۍ د پاریس تر «ایفل برج» هم لوړه ده.

پر دې تقریباً ۱،۱۵ ميلیارد یورو لګښت راغلی او «ایس ډی ایکس» کښتۍ جوړولو فابریکې ئې په ۲۰۱۳م کال کې د جوړولو کار پيل کړ. کښتۍ په دوه نيم کاله کي جوړه سوه.

د کښتۍ دننه کابینونه او د مسافرو د اوسېدو کوټې ډیري ښکلي جوړي شوي دي. په دې بیړۍ کې داسې عصري او لویې خونې هم شته چې نېغ په نېغه ترې سړی د سمندر سیل کولای شي او له لمر او تازه هوا څخه خوند اخیستلای شي. د دې څو پوړیزه کښتۍ پر بام د اوبو ښویندونکی هم جوړ شوي دي.