1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍد اقليمي وضع د ښکولو په مخکي څوک خنډ گرځي

۱۳۸۶ خرداد ۹, چهارشنبه

د جرمني د حکومت هفه پلان چي غوښتل يي د نړۍداقليم د تود وخي د مخنيوي لپاره يي د اروپايي اوشپاړوسو آسياهيواد ونود بهرنيو چارود وزيرانو په غونډه کې وړاندي کړي داسي ښکاري چي د ناکامۍ سره مخ سوی د ی.

https://p.dw.com/p/DKIi
د نړۍد یوشمير هيوادونو د چاپيريال ساتلو وزيران
د نړۍد یوشمير هيوادونو د چاپيريال ساتلو وزيرانانځور: picture-alliance/dpa
په هغه د وه ورځنۍ غونډه کې چي تيره ورځ د جرمني د هامبورگ په ښارکې پاي ته ورسيده د نړۍ داقليم د ساتلو په مسله کي د چين او هيند هیواد ونو د مخالفت له امله کومي پايلي ته ندي رسېدلي.
داسې ښکاري چې د اتو سترو صنعتي هيواد ونو په غونډه کې به هم د جرمني هيواد هغه وړانديز چې د نړۍ د اقليمي وضع په اړه يي لري د امريکې د مشر جورج بوش له مخالفت سره مخ سي.
د يو شمير کارپوهانو په خبره که د نړۍ اقليمي وضع ته جدي پاملرنه ونسي په څو راتلونکو کلونو کي به د نړۍ چاپېريال له سختو ستوزو سره مخامخ سي.