1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د نړیوال جام پس لړزه؛ افتاب عالم له لوبو محروم شو

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی افتاب عالم یې د یوه کال له پاره له لوبو محروم کړی. عالم د نړیوال جام په جریان کې د دیسپلیني لاملونو له کبله افغانستان ته استول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3Ls2M
ICC Cricket World Cup Afghanistan -  Neuseeland
انځور: Getty Images/A. Davidson

کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: «د افغانستان ملي لوبډلې توپ اچوونکى افتاب عالم د نړيوال جام پر مهال د ډسپلين د نه مراعت کولو له امله د يو کال لپاره د نړيوالو او کورنيو لوبو څخه کېنول شو او کریکټ بورډ ورسره د يو کال له پاره قرارداد هم ختم کړ.»

کریکټ بورد زیاته کړې ده چې عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کریکټ نړيوالې شورا هغه له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته استولی وو.

بورډ روښانه کړې ده چې د څیړنو په جریان کې افتاب عالم ګرم پیژندل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورډ تر دې مخکې په نړیوال جام کې د افغانستان تر خرابو لوبو او د ځینو مدیریتي ستونزو په اړه د نیوکو تر رابرسیره کیدو وروسته، د پخواني سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان، دنده ځنډولې وه او د چهارشنبې په ورځ یې لطف الله ستانکزی د نوي اجراییه رییس په توګه ټاکلی وو.