1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړیوالو ډله ییزو رسنیو د غونډې مفکوره

هاینڅه هیندرېک/عبدالباري حکیم۱۳۹۲ خرداد ۲۶, یکشنبه

«څرنګه مونږ غواړو ژوند وکړو او هغه څرنګه سمبال کړو؟» په بن کې د آلمان د فدرالي شورا په پخواني مقر کې د نړیوالو ډله ییزو رسنیو غونډه ګلوبل میډیا فورم به دغې مهمې پوښتنې ته د جون له ۱۷ څخه تر ۱۹ پورې د ځواب په لټه کې شي.

https://p.dw.com/p/18qpK

په بن کی د دوشنبې په ورځ د نړیوالو ډله ییزو رسنیو کلنۍ غوڼده پرانیستل کیږي. د نړۍ څه نا څه ۲۰۰۰ خبریالان، کارپوهان، د مدني ټولنو غړي او سیاستوالان په دې دودیزه غوڼده کې برخه اخلي.

دغه غونډه چې درې ورځې دوام کوي ګډونوال په کې د ژوندانه په یو لړ مهمو موضوعاتو، لکه چاپیریال ساتنه، اقتصادې ودې، د خوراکي توکو او د څښاک د پاکو اوبو په ستونزو باندې خپل نظریات تبادله کوي.

د دویچه ویله عمومي رئیس اریک بیترمن، چې د دغې غونډې جوړونکی هم دی وویل: «ګلوبل میډیا فورم، هغه یوه غوڼده ده په کومه کې چې د مختلفو مسلکونو کارپوهان سره راټولیږي.» بیترمن یادونه وکړه: «دا هغه کسان دي چې معمولا له یو بل سره د مستقیمو لیدنو کتنو او د نظریاتو د تبادلې له پاره امکانات نه لري. دغه کسان یا رسنیو پورې، یا سیاست او اقتصاد او یا هم د پرمختیایي مرستو د همکاریو پورې اړه لري.»

د دویچه ویله عمومي رئیس زیاته کړه چې د گلوبل میډیا فورم دغه پروګرام د نظریاتو د همدې تبادلې له پاره لاره هواروي. هغه وویل: «د غونډې د سازمان ورکوونکي په توګه به مونږ نه یوازې د محتوا له لحاظه د بحثونو د جوړښت زمینه برابره کړو، بلکه مونږ باید یو شمیر کاري ډلې جوړې کړو ترڅو برخه وال د دې موقع پیدا کړي چې خپلې مفکورې او خپل دریځونه روښانه او څرګند کړي. او دا د کار یوه مهمه برخه ده.»

د دویچه ویله عمومي ریس، اریک بیترمن
د دویچه ویله عمومي ریس، اریک بیترمنانځور: DW

د نړیوالو ډله ییزو رسنیو د غونډې یوه برخه واله، ایلکه هولست چې په برلین کې ساینس پوهه ده، هم د دویچه ویله د رئیس نظر ته ورته خبره کوي: «زه په دغه غونډه کې له ګډون څخه ډیره خوښه یم، ځکه په هغې کې د مختلفو کلتورونو استازي سره ګډون کوي. رښتیا هم په داسې غونډه کې سړی پوهیږي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې خلک د نړیوالو موضوعاتو په هکله څه نظریات لري او هغه څه ډول ارزوي.»

په سږني ګلوبل میډیا فورم کې د بحث له پاره ۵۰ موضوعګانې په پام کې دي چې د څلویښت کاري ډلو له خوا پرې خبرې کیږي. لڼده دا چې کابو ۲۰۰۰ برخه وال چې د ګلوبل میډیا په شپږمې کلنۍ غونډه کې سره راټولیږي ډیر مسایل دي چې باید پرې بحث وکړي او خپل نظریات څرګند کړي. د هغو بحثونو چې په انګلیسي ژبه صورت مومي اجنداوې دا دي: «راتلونکي اقتصادی وده، اقتصادي ارزښتونه او رسنۍ.»

آقتصادی وده: آیا اړینه ده؟ آیا هغه باید «زرغونه» وي؟ په هربیه چې وي؟

د اقتصادي ودې حدود د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۲ کال کې یوه ډیره مهمه موضوع وه، په هغه وخت کې د «روم کلوپ» تر نامه لاندې د پوهانو یوې ټولنې د نوموړې موضوع په هکله خپله یوه بې ساره څیړنه خپره کړه. خو څلویښت کاله وروسته هم د دغې موضوع په اهمیت کې بدلون نه دی راغلی او ډیری په دې نظر دي چې اقتصادي وده که چیرې له ټاکلو حدودو څخه پښه نه وي اړولي، نو خپل وروستي حد ته رسیدلې ده. د دویچه ویله رئیس، بیترمن د نوموړې غونډې د معلوماتي کتابچې په سرییزه کې نوموړې موضوع ته د پوښتنې په توګه اشاره کوي: «آیا د مخ پر زیاتیدونکي سوکالۍ له پاره اقتصادي وده حتمي ده؟»

د سږني ګلوبل میډیا د غونډې په مناسبت د بن ښاروال په خپله ښه راغلاست وینا کې هم دغه موضوع د پوښتنې په توګه عنوانوي او پوښتنه کوي چې آیا اقتصادي وده باید «زرغونه» وي؟ که چیرې هو! نو تر کومې کچې پورې او په کومه بیه، چې مونږ یې باید پر ځان ومنو؟

دغه ډول پوښتنو ته د ګلوبل میډیا د چهارشنبی د ورځې په غونډه کې د ځواب موندلو هڅه کیږي. په دغه بحثي غونډه کې د نورو سربیره د پوما د نساجي د شرکت د چاپیریال او ټولنیز ستندرد د چارو مدیر او نوبل د بدیلې جایزې مؤسس یاکوب فون یوکسکیول، ګډون لري.

د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته په دغه غونډه کې یو امریکایي څیړونکی او د روسیي د اقتصادي چارو یوه ژورنالېسته دغه موضوع له یوې بلې زاویې څیړي: «آیا کورني ناخالص تولید ته په پام کې نیولو سره مناسبه ده چې د اقتصادي ودې حدود وټاکل شي؟ او که نه ځینې نور معیارونه، لکه د ولسونو عمومي نیکمرغي، مهمه ده چې باید په پام کې ونیول شي.

ساینس پوهه، ایلکه هولست د سه شنبې په ورځ په خپله کاري ډله کې د اقتصادي ودې د جنسیت په اړه بحث کوی. هغه وایي: «دا ډیره مهمه موضوع ده، ځکه په هغو مقامونو کې چې د اقتصادي ودې د ستراتیژۍ له پاره تصمیمونه نیول کیږي، ډیری نارینه ناست دي.» هغه یادونه کوي که چیرې په دغو مهمو مقامونو کې د بشري ټولنې نور غړي، لکه ښځې او یا هم د لږکیو استازي، برخه ولري، نو د اقتصاد نړۍ او اقتصادي وده، ښایي بل ډول وضعیت درلودلای.»

بیدیا پیژندونکي له چینایی ناراضیانو سره ګوري

د غونډې ځینې نور وینا کوونکي اقتصادي وده په دې ډول تر پوښتنې لاندې نه نیسي. د نړیوالو رسنیو د غونډې په لومړۍ ورځ به اقتصادي وده، تر دې عنوان لاندې تر بحث لاندې ونیوله شي: «څومره چې انسانان روغ او پیاوړي وي، هومره کولای شي چې په اقتصادي ودې کې ونډه واخلي.»

دغه راز په همدې ورځ د انرژۍ د چمتوالي او اقتصادي ودې پر موضوع به له نایجریا څخه د مسیحي کاتولیک یو ملا او د هند یوه څيړندویه هم بحث وکړي. دا ډول لیدنه کتنه د دې ښکاروندی دی چې د ګلوبال میدیا سازمان ورکوونکي غواړي چې څرنګه دغې نړیوالې لیدنې کتنې ته شکل ورکړي: په دې بحث کې د Telemedicine یا د کمپیوتري روغتیایي تخنیک یو فلیپیني کارپوه د چاد د هیواد د بشري حقونو له یو مبارز، د کنیا یو ځوان سناتور له یوه امریکایي چې د ستورو د ژبې پیژندونکی دی او یو بیدیا پیژندونکی له چینایي ناراضیانو سره ګوري.

د دویچه ویله د رئیس، اریک بیترمن د وینا له مخې د سږني ګلوبل میډیا د غونډې دوه کاري ډلې ډیرې په زړه پورې دي، چې یوه یې په بهرنۍ نړۍ کې د «نشراتي دستګاو» استازی دی، دوی په ټوله نړۍ کې د کابو هغو ۵۰۰۰ تلویزیوني او راډیویي دستګاو استازیتوب کوي چې د دویچه ویله د پروګرامونو محتوا خپروي.

بیترمن وویل چې له دغو استازو سره د نظریاتو تبادله د دویچه ویله له پاره خورا اهمیت لري: «د یوې آلمانۍ بهرنۍ راډیو په توګه مونږ ته د نړیوالو رسنیو دغه غونډه خورا اهمیت لري. مونږ په دې غونډه کې په دې هکله فکر کوو چې زمونږ مستقمیه دنده څه ده. له دې غونډې څخه مونږ څه زده کوو او له دې سره د خپل کار د ثقل نوی ټکې ټاکو.» دغه راز بیترمن د دویچه ویله د «Bob» یا د بلاګ لیکنې د جایزې د ګتونکو په هکله هم خوښي څرګنده کړه. د آن لاین د فعالینو له پاره د دویچه ویله دغه جایزه د سه شنبې په ماښام ګټونکو ته ورکول کیږي.

په بیړۍ کې د ټولو له پاره میلمستیا

د دویچه ویله د رئیس د وینا له مخې که چیرې د گلوبال میدیا فورم ټول برخه وال د غونډو په ترڅ کې له یو بل سره لیدنه کتنه ونه شي کړای، د دویچه ویله د مقر په ګاوڼدیتوب کې د راین د سیند په کښتۍ کې د دغې لیدنې کتنې له پاره دروازه پرانیستې ده. هغه وویل: «دلته ټول کولای شي چې په بیړۍ کې سپاره شي او له یو بل سره وګوري. هلته د پیژندګلوی ستر ځای دی.» د دویچه ویله ریس د ټوکې په توګه وویل: «بیا نو دې څوک ګیله نه کوي چې ما غوښتل له هغه او یا هغه بل سره سره ووینم او ونه توانیدم چې ورسره ووینم.»