1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د نوي زيلاند په پيښه کې د دوو افغانانو میړانه

۱۳۹۷ اسفند ۲۶, یکشنبه

عبدالعزیز وهابزاده او داود نبي دوو تنو افغانانو د نوي زیلاند هیواد په کرایست چرچ ښار کې پر جوماتونو د ترهګریز برید د لا لوړو تلفاتو مخه ونيوله. د رپوټونو په حواله د دې پیښې په قربانیانو کې دوه تنه افغان مهاجر هم شامل ول.

https://p.dw.com/p/3FCgs
Terroranschlag Neuseeland Trauer Christchurch
انځور: picture-alliance/dpa

کله چې وسله وال کس جومات ته ننوت هر کس چې يې مخې ته راته پر هغه یي ډزې کولې. عبدالعزیز ځان پټ نه کړ، بلکې لومړنی شی چې هغه ته په لاس ورغی د کریدت کارتونو یوه دستګاه وه. نوموړي هغه دستګاه راپوته کړه او له جومات څخه د باندې ووت او چیغه یي کړه «دلته راشه!». د افغانستان ۴۸ کلن تبعه عبدالعزیز د دې له پاره چې د جمعي د لمانځه پر مهال یي د نوي زیلاند هیواد د کرایست چرچ ښار په «لینوود» جومات کې د لا زیاتو تلفاتو مخه ونيوله، د یوه اتل په توګه وستایل شو.

کله چې عبدالعزیز له وسله وال بریدګر سره مخامخ کیږي، د ده څلور زامن او ډیر شمیر نور مسلمانان په جومات کې باقي پاتې ول. نوموړی وایي که د ده پر ځای بل هر څوک وای نو همداسې به یې کړې وای.

د دې پيښې یو له قربانیانو څخه ۷۱ کلن افغان داود نبي دی چې شاوخوا ۴۰ کاله مخکې دغه هیواد ته مهاجر شوی وو. نوموړی د «النور» په جومات کې په ډزو ویشتل شوی دی. د داود نبي زوی عمر د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «پلار مې د دې له پاره چې د نورو ژوند ؤژغوري د بریدګر مخې ته ودرید او خپل ژوند یي له لاسه ورکړ.»

د اسوشییټډ پرس خبري آژآنس په حواله بریدګر په مجموع کې  د نوي زیلاند په دوو جوماتونو کې ۴۹ تنه ووژل. په دې کې ۴۱ تنه د النور او ۷ تنه د لینوود په جومات کې وژل شوي دي. یو تن بل هم د ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړې ده.

پولیسو دغه بریدګر نيولی دی او هغه رسماً په قتل تورن شوی دی او د هغه پر وړاندې نور تورونه به هم اعلان شي. د لینوود د جومات امام او مهتمم يا سمبالونکی لطیف الابي وایي چې که عزیز نه وای نو لا زیات لمونځ کونکي به وژل شوي وای.

نوموړی کیسه کوي چې د سیمه ایز وخت مطابق د غرمې په ۱:۵۵ بجو یې له جومات څخه دباندې د ډزو غږ واورید، سلام یي وګرځاوه او له کړکۍ څخه یې ولیدل چې یو کس له تور رنګه پوځي جامو سره چې خوله یې پر سر او یوه لویه وسله په لاس کې لري، راروان دی. په پیل کې هغه فکر کوي چې دغه کس پولیس دی، خو وروسته معلومیږي چې هغه پر لمونځ کونکو ډزې کوي.

الابي زیاتوي: «ما درک کړه چې دا بل شی دی. دا قاتل دی.» کله چې هغه ډاډمن شي چې برید کونکی غواړي پر دوی ډزې وکړي الابي پر خلکو غږ کوي چې پروت وکړئ. که څه هم لمونځ کونکي په پيل کې دا خبره جدي نه نیسي، خو وروسته تر دې چې د جومات ښيښې ماتیږي او یو تن په ډزو تر ویشتل کیدو وروسته پر ځمکه رالویږي، دوی وارخطاء کیږي.

Christchurch Terroranschlag Anhörung Täter
پولیسو بریدګر نيولی او هغه رسماً په قتل تورن شوی دی:انځور: picture-alliance/dpa/M. Mitchell

لطيف الابي زیاتوي: «بیا دا ورور راغی. هغه په بریدګر پسې لاړ او وتوانید پر هغه غلبه ترلاسه کړي او په دې توګه موږ مصئونه شو.» له ورور څخه د هغه هدف عبدالعزیز وهابزاده دی. الابي زیاته کړه: «که هغه یعنې بریدګر توانیدلی وای چې جومات ته ننوځي، احتمالاً موږ ټول به وژل شوي وای.»

عبدالعزیز وویل چې هغه له جومات څخه دباندې ووت او غږ یي وکړ، څو د بریدګر پام له لمونځ کونکو څخه د ځان پر لور راوړوي. د عزیز په خبره په دې وخت کې برید کونکی د خپل موټر په طرف ځي، څو بله وسله را واخلي. په دې وخت کې عزیز پرې د کرېديټ کارت ماشين ور غورځوي. د عزیز زامنو چې یو یې ۱۱ او بل پنځه کلن وو، له خپل پلار څخه غوښتل چې جومات ته ننوځي.

برید کونکي له موټر څخه د بلې وسلې تر اخیستلو وروسته دوباره ډزې پيل کړې. خو عزیز د هغو موټر ترمځ ځان پټ کړ چې په پارکنګ کې ولاړ وو، وروسته د عزیز سترګې پر هغې وسلې لګیږي چې بریدګر پر ځمکه غورځولې وه. عزیز چې کله د ماشيندارې ماشه راکاږي، ګوري چې مرمۍ خلاصې شوي دي. هغه وویل چې په ډیر احتمال سره بریدګر یو وار بیا موټر ته ستون شو چې بله وسله را واخلي.

د عزیز په خبره هغه د موټر پر لور لاړ او دغه ماشینداره یې لکه د غشي په څیر د موټر پر ښیښې او یا هندارې ور وغورځاوه او د موټر مخکینۍ ښيښه یې ماته کړه. له همدې امله بریدګر ؤ ویریده. د دغه افغان په خبره وسله وال کس پر دې لعنت ووایه او چیغه یې ووهله چې هغه به ټول مړه کړي.

عزیز اصلاً د کابل ښار اوسیدونکی دی او ۲۵ کاله مخکې له افغانستان څخه استرالیا ته مهاجر شوی وو. هغه د څو کلونو راهیسې په نوي زیلاند کې ژوند کوي. عزیز وایي کله چې له بریدګر سره مخامخ شو د ویرې احساس یې نه درلود.

د ولسمشر غني تلیفوني اړیکه

د نوي زیلاند د پيښې اکثره قربانیان د پاکستان، هند، مالیزیا، اندونیزیا، ترکیي، سومالیي او افغانستان اتباع دي. د افغانستان د جمهوري ریاست په نوې اعلامیه کې د مطیع الله په نوم د یوه بل افغان یادونه شوې کوم چې په دې برید کې وژل شوی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې ولسمشر غني د شنبې ورځې په سهار د قربانیانو (حاجي محمد داود نبي او مطیع الله صافي) له کورنۍ سره د تلیفوني اړیکې له لارې غمرازي کړې ده او هغوي ته یې تسلیت ویلی دی.

ش. ن/آژانسونه