1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي افغانستان تياره اړخونه

۱۳۸۷ مهر ۲, سه‌شنبه

د افغانستان بيارغونه، د کارونو ناسمه مديريت اوتنظيمول او په هغو کي د روڼوالي او شفافيت نه ليدل کيدل.

https://p.dw.com/p/FNVQ
انځور: DW

وروسته له هغه چي د بن د پطرزبرګ د معاهدي موخې د کاغذ پرمخ ترسره شوي، د دي نښي نښاني ليدل کيږي چي مرسته کونکي هيوادونه له افغانستانه څخه مخ اړوي. همدا راتلونکي اونۍ ښيي چي آيا بيا رغونه د اوږدي مودي په ترڅ کي بريالۍ کيداي شي او کنه.

د سوداګرۍ د چارو د وزير امين فرهنګ د وينا له مخي مرسته کونکو هيوادونو په 2002 کال کي د5 کالو لپاره د13 ملياردو امريکايي ډالرو مرستې ژمنه کړی وه. خو ټولې دغه پيسي يي ندي ورکړي. که سړي د طالبانو له راپرزيدو راهيسي په افغانستان کي وويني، ځنی پرمختګونه ليدل کيداي شي. په سل هاو کيلومتره نوي سړکونه قيرشوي، په سلهاو ښونځي جوړ شوي اوله پنځه مليونو نه ډير ماشومان هلته د زده کړي لپاره ځي. چي ډيري نجوني يي هم په ډله کي شاملي دي. که څه هم د اوبو او برښنا په رسولو کي کمي شته، خو د روغتيا په چاروکي اوچته ښه والي ليدل کيداي شي.

له بلي خوا د افغانستان اقتصاد، بي لدي چي په حال کي يي کوم بدلون راغلي وی، هماغسي ناروغه دي. هرڅه وريژي، تيل، سمنټ، او برښنا ټول له بهرنيو هيوادونو څخه راوړل کيږي. او په دوکانونوکي پنير، کوکا کولا او داسي نورو څخه المارۍ ګانی ډکي دي. سړي ويلي شي چي هلته جهاني کيدل د يو لوري سړک په شان دی.

د افغانستان په وزارتونو کي نړيوال سلاکاران په کال کي څه نا څه نيم مليونه ډالره ګټه کوی
د افغانستان په وزارتونو کي نړيوال سلاکاران په کال کي څه نا څه نيم مليونه ډالره ګټه کویانځور: DW/ Yasir

د پرمختیايی مرستو د څه ناڅه 3000 سازمانونو د کارله لاري په کابل کي ژوندون په ليدلو وړ ډول فرق کړيدي. د کابل ښارکي چي د3 او 4 مليونو تر منځ وګړي لري، د بډاي او غريب او سوالګرو د اوسيدو ځاي دي.

بيې له چوکاټ نه وتلي دي. هغه څوک چي نسبتا ښه انګليسي يي زده وي او يو څه متحرک او چالاک وي، په ښه تنخوا کارونه ورته پيدا کيږي. د عصري کيدو د انتقاد کونکوپه نظر ديموکراسي کنځا دی. دوي هغه داسي تعبيروي چي ګواکي د هرشي اجازه شته ده. امين فرهنګ وايی چې افغانستان ته مرسته راځي، خو مونږ په هغي باندی کنترول نلرو، چي چيرته څومره پيسي لګول کيږي. دوي غواړي چي د يو قانون له لارې د مرستو د سازمانونو په لګښتونو باندي کنترول ترلاسه کړي. داسي چي هرشي سړي شفاف وليدلي شي. د افغانستان پارلمان هم د مرستو د پيسو پدي توګه لګولو باندي نيوکه کړيده.

المان او اروپايي ټولني کلونه کلونه د آيني په نامه د رسنیو ټولنی ته مرستي سرته رسولي. دا داسي تاسيس دی، چي افغانی خبريالان به په ځانونو باندي د اتکا په لوري بوزي . خودا مرستي هم تل بيا بيا لکه د سوري ګړي په شان وی. د باور وړ محاسبه متقابل اعتبار ډير وي. د افغانستان په وزارتونو کي نړيوال سلاکاران په کال کي څه نا څه نيم مليونه ډالره ګټه کوی، پداسي حال کي چي دهغه هيواد په دولتي څوکيو کي رسمی منځني معاش په مياشت کي 40 ډالرو ته رسيږي.

په کابل کي د نړيوال بانک مشر ژان مازورل وايي، چي مونږ بايد پرمختيايي مرستو کي سمښت راولو، ځکه مونږ تراوسه هغه څه چي خلک يي انتظارلري نشو کولاي. لدي ناوړه حالت سره هراړخيزه مبارزه د لنډي مودي په ترڅ کي احتمال نلري. ځکه چي حکومت او وزارتونه خپله د رشوت او اختلاس ځايونه دي.

د مخدره توکو څخه ګټه اخيستونکي د حکومت په څوکيو، او یا دا چي د ولايتي حکومتونو په راس کي ناست دی. د المان د تحنيکي ګډ کار د پروګرام همکار کريستوف برګ عقيده لري، چي د مخدره موادو کرونکو بزګرو ته بايد د زعفرانو اود پنبي د کرلو امکانات په لاسکي ورکړل شي. او يا بايد سړي بزګرو ته د ځمکي د اوبو کولو لپاره د بهتره دستګاوو ژمنه وکوي.