1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوو ورغلو مهاجرو ډیریدو د یونان حکومت اندیښمن کړی دی

۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبه

د ترکیي له خوا د مهاجرو پر مخ د سرحد خلاصولو ګواښ د یونان د لومړي وزیر له تند غبرګون سره مخامخ شوی. په تیرو دوو ورځو کې تر۳۰۰ ډیر پناه غوښتونکي د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي دي چې دې کار د اتن حکومت اندیښمن کړی دی.

https://p.dw.com/p/3PHE7
Europa Migranten l weitere Flüchtlinge fliehen nach Griechenland
انځور: Getty Images/AFP/Stringer

د یونان لومړي وزیر کیریا کووس میتسوتاکیس، د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان ته جدي خبرداری ورکړی دی او ویلي يي دي چې د لا زیاتو پيسو د ترلاسه کولو له پاره دې د یونان او اروپایي هیوادونو په ګواښلو لاس نه پورې کوي.

د یونان لومړي وزیر وروسته له هغې دغه څرګندونې کړي دي چې تیره اونۍ انقرې وویل چې که د پناه غوښتونکو د وضعیت د مدیریت له پاره له نړیوالې ټولنې څخه لا زیاتې مرستې ترلاسه نه کړي، نو د پناه غوښتونکو پر وړاندې به سرحدونه خلاص کړي.

د یونان لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۸ نیټه) په شمالي ښار تسالونیکي کې د خپلې وینا په ترڅ کې د دې خبرې هرکلی وو چې د مهاجرو اړوند د اروپایي اتحادیي او ترکیي ترمنځ د موافقې په اړه دې یو وار بیا مذاکرات وشي، خو په عین وخت کې یي خبرداری وکړ چې دا کار «له ګواښ» سره نه ترسره کیږي.

میتسوتاکیس همدارنګه وویل چې د اروپایي اتحادیي یو شمیر نور غړي هیوادونه د مهاجرو وضعیت ته د رسیدګۍ په برخه کې په کافي اندازه هڅه نه کوي.

د یونان لومړي وزیر وویل: «دا به د یوه هیواد له پاره ناممکنه نه وي چې د۵۰ یا ۱۰۰ ماشومانو له منلو څخه ډډه وکړي. یو شمیر هیوادونه غواړي چې د شینګن په حوزه کې له آزاد تګ راتګ څخه ګټه پورته کړي، خو په مکلفیتونو کې له ونډې اخیستې څخه انکار کوي.»

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د ۲۰۱۵م کال د کړکیچ د تکراریدو ویره

په تیرو دوو ورځو کې تر ۳۳۰ ډیرو مهاجرو ځانونه د یونان ټاپوګانو ته رسولي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د ارقام په اساس یوازې د روان کال په اګست میاشت کې ۸۱۰۳ تنه مهاجر په یونان کې د آژې ټاپوګانو ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې چې تیرکال په همدې میاشت کې د تازه ورغلو پناه غوښتونکو شمیر۳۲۰۰ تنو ته رسیده.

د لسبوس، خیوس، ساموس، لروس او کووس په ټاپوګانو کې د مهاجرو د نوم ثبتونې کمپونه او مرکزونه ډک شوي او تر ګنجایش ډیر کسان پکښې ځای پر ځای شوي او ډیري نور اندیښمن دي چې د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران یو ځل بیا تکرار نه شي.

ډیري هغه مهاجر چې په تیرو دوو ورځو کې د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي دي ماشومان یا تنکي ځوانان دي. د یونان چارواکو او ملګرو ملتونو ادارو د ارقامو پر اساس لږ تر لږه ۲۴ زره کسان د یونان د ټاپوګانو په مزدحمو کمپونو کې ژوند کوي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یي ۱۷ کلنۍ ته نه دي رسېدلي.

ترکیي په سوريه کې د جګړې له پيل راهیسې۳،۶ میلیونه مهاجرو ته ځای ورکړی دی. اروپایي اتحادیه او ترکیه په ۲۰۱۶م کال کې یوې موافقې ته ورسیدل چې له مخې یي دغه اتحادیه سوریایي مهاجرو ته د رسیدګۍ له پاره انقرې ته شپږ میلیونه یورو ورکوي او ترکیه یي په بدل کې یونان ته رسیدلي ټول هغه مهاجر بیرته مني چې هلته یي د پناه غوښتنه رد شوي وي.

په یونان کې د حکومت تغیر د دې سبب شو چې د تازه ورغلو مهاجرو پر وړاندې د دې هیواد سیاست هم بدل شي. د دغه هیواد محافطه پاله حکومت ویلي دي چي هر هغه مهاجر چې د پناه غوښتنه یي رد کیږي باید بیرته ترکیي ته واستول شي.

Reuters, dpa/sn/nz