1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوماندانو تر منځ تړون بیا لانجمن شو

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي، له خپل سیال عبدالله عبدالله سره د سیاسي قدرت د شراکت د یوې وروستې موافقې په هکله نوی شک او تردید څرگند کړ او ویې ویل چې هغه زیاتې روښانتیا ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1CtIV
انځور: Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دوه ځلي د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ د ناندریو د له منځه وړلو هڅې وکړې. کابل ته د هغه له دویم سفر څخه لا یووه اونۍ تیره شوې نه ده چې د مخکښو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د راتلونکي سیاسي قدرت د شراکت پر سر لانجه یو ځل بیا توده شوه. غني د سه شنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره په یو ناسته کې وویل چې د کیري په منځگړیتوب موافقه «تت او مبهمه» ده او لازمه ده چې همدا اوس پرې سمه «رڼا» واچوله شي.

عبدالله د افغانستان د ټاکنو د لومړي پړاو گټونکی دی خو د ټاکنو د دویم پړاو د لومړیو پایلو له مخې غني تر عبدالله څه نا څه یو میلیون زیاتې رایې وړي دي. د دویم پړاو په ټاکنو کې د درغلیو د یو گن شمیر تورونو له عنوانیدو سره افغانستان د یوه سیاسي کړکیچ په لور روان شو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د تیرې جمعې په ورځ یو ځل بیا کابل ته ولاړ او دواړه کاندیدان یی دې ته وهڅول چې د قدرت د شراکت له پاره یوه موافقه لاس لیک کړي چې له مخې به یې د ملي وحدت یو حکومت رامنځ ته شي.

د موافقې له مخې هغه کاندید چې په ټاکنو کې پاتی راځې به په راتلونکي حکومت کې د «اجرائیه چارو رئیس» په نامه یو نوی ځانگړي مقام ته ټاکل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې غني د سه شنبې په ورځ د قدرت د شراکت له مفکورې څخه مخ واړاوه او خبریالانو ته یې وویل چې د کیري د سفر په ترځ د لاس لیک شوي سند «جمله بندې» واضح او څرگندې نه دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ تیم په لفظي شخړو کې د ښکیلیدو پر ځای پر دې کلیدي ساحې باندې کار کوي. د لغاتو او کلماتو تشابهات کیدای شي چی یو گڼ شمیرمعناوې ولري.»

د رویترز خبری آژانس د رپوټ له مخې د عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي دغې لانجې ته وروسته د تیلفون له لارې په ځواب کې وویل چې د موافقې چوکاټ په څرگنده توگه ښکاره کوي چې د راتلونکي حکومت پوستونه به د دواړو کاندیدانو ترمنځ ویشل کیږي. رحیمي وویل: «که چیرې دا د قدرت شراکت نه وي نو څه دي؟»

په همدې حال کې عبدالله خبرداری ورکړی دی چې د موافقې له روحیې څخه سرغړونه د هیواد د ملي یووالي لپاره ډیر سخت عواقب لرلای شي.

تیره اوونې د کیري له سفر څخه وروسته عبدالله د رویترز خبري اژانس ته وویل: «تر ټولو اوس مهمه دا ده چې موږ فضا ته همدا اوس تغییر ورکړو، هغه یو فضا چې په هغې کی د یو بل پر ضد د کمپاین پر ځای له یو بل سره د همکاري لاس ورکړو.»

هر تیم یو کمیسیون ټاکلې چې نوموې موافقې باندی رڼا واچوي او هغوی د لومړي ځل له پاره د سه شنبه په ورځ سره ولیدل. رحيمی وویل چې هغه هیله من دی چی دغه کار دوام پیدا کړي.

په عین وخت کې ملگري ملتونه په دویم پړاو کې د ټولو اته میلیون رائیو د بیا شیمرنې څارنه کوي ترڅو د ټاکنو په نتیجه کې د افغانستان نوی قانوني ولسشمر معلوم شي.

اوسني واکمن ولسمشر حامد کرزي د خپل ځاي نیوونکي له پاره د اگست تر پایه پورې وخت ټاکلی دی، خو د ټاکنو چارواکي وايی چې کیدای شي د څارنې بهیر حتې تر سپتمبر پورې دوام پیدا کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د وینا له مخې د کابو یوې میاتشې را په دی خوا څه د پاسه یو پر څلورمه د رائیو صندوقونه پلټل شوي دي او اوس باید د رائیو د باطلولو بهیر پیل شي.

له بلې خوا ناتو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که چیرې د افغانستان سیاسي مشران اوسنی بن بست ژر تر ژره پای ته ونه رسوي او نوی ولسشمر پلان شوی امنیتی تړون لاس لیک نه کړي، ناتو مجبوره ده چې د روان میلادي کال په پای کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو له پاره تصمیم ونیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب