1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوروز په مناسبت د آلمان د ولسمشر پیغام

۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبه

د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاینمایر ټولو هغو خلکو ته چې د نوروز جشن لمانځي د مبارکۍ پیغام ورکړی دی. هغه په خپل دې پیغام کې هیله څرگنده کړې ده چې خلک دښمنیو او شخړو ته د پاي ټکي کیږدي او رښتنیي سولې ته خپله غیږ پرانيزي.

https://p.dw.com/p/2ufjQ
Weihnachtsansprache Bundespräsident
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د شتاين ماير د پیغام پښتو متن:

په دې شپو او ورځو کې د  بیلابیلو کلتورونو په میلیونونو خلک د نوروز جشن لمانځي، که هغوی په مرکزي آسیا کې دي یا په نژدې او یا منځني ختیځ کې او یا د بالقان په نیمه ټاپو کې یا په توره بحیره او یا په قفقاز کې. دغه راز دلته زموږ سره په آلمان کې هم په سونو زره خلک شته دي چې له خپلو کورنیو، ملگرو، دوستانو او گاونډیانو سره په گډه د نوي کال دغه وخت ته چې شپه او ورځ یې سره مساوي ده او دغه راز پسرلي ته، هرکلي وايي. په دې مناسبت تاسو ټولو ته زه د زړه له کومې مبارکي وایم.

نوروز یعنی، نوې ورځ، نوې رڼا: دغه جشن چې تاسې د خوشحالۍ په رنگا رنگ ډولو سره لمانځئ په حقیقت کې د ژمي تر تورو تیارو میاشتو وروسته د طبیعت د بیا راویښیدو او د ژوند د بیا غوړیدو نښانه ده. د خوشحالۍ او د یو نوي پیل په دې ورځ کې تیرو او پخوانیو شخړو ته شا اړول کیږي او یو بل ته د درناوي غیږ پرانیستل کیږي.

نوروز د دوستۍ او پیوستون یو جشن دی چې ستره هیله پکښې نغښتې ده: هغه هیله چې نوی توب پکښې ریښه پیدا کوي او وده کولای شي. د داسي یو جشن دا ډول یو پیغام انسان ته جرائت ورکوي، په خاصه توگه د ناباورۍ په دې وخت کې، کوم چې د جگړې او ترهگرې، د تعصب او کرکې خبرونه موږ ته هر ورځ ټکان راکوي. د نوروز دا پیغام په موږ کې دا هیله راژوندۍ کوي چې موږ په گډه خپل ستر هدف ته نژدې کیدای شو او هغه سوله ده. هو! سوله په ټوله سیمه کې.

د نوروز جشن بیلابیل او مختلف خلک سره نژدې کوي او یو له بل سره خبرو ته یې کښینوي. زه هیله من یم چې ملي، کلتوري او مذهبي پولې د یو بل پر وړاندي د پرانیستي غیږ او درناوي مخه و نه نیسي. زه ټولو هغو خلکو ته چې دغه جشن لمانځي، که په آلمان کې دي او که د نړۍ په نورو هیوادونو کې، یو سولیز او بختور نوی کال غواړم.