1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل جایزې گټونکی لیکوال ومړ

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۳ فروردین ۲۹, جمعه

کولمبیایي لیکوال کبریل گارسیا مارکویز د ۸۷ کلنۍ په عمر ومړ. د دغه لیکوال تر ټولو مشهور اثر «سل کاله یوازیتوب» نومیږي چې له کبله یې هغه د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه هم گټلې ده.

https://p.dw.com/p/1BkbQ
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه لیکوال کورنۍ ته نزدې سرچینو ویلي دي هغه په مکسیکو سیتي ښار کې په خپل کور کې مړ شوی دی. د هغه د مړینې پر مهال یې ښځه او دوه زامن تر څنگ موجود ول. لا تر اوسه پورې د دغه لیکوال د مړینې لامل نه دی اعلان شوی. خو تر دې مخکې هغه د یوې اوونۍ له پاره په روغتون کې د سینه بغل ناروغۍ له کبله بستر شوی وو.

د دې لیکوال د کورنۍ له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغليٍ دي چې د هغه مړی به په یوه خصوصي ځای کې په یوه نامعلومه وخت کې وسوځول شي. د مکسیکو حکومت ویلي دي چې د گارسیا مارکویز د ویر مراسم به د دوشنبې په ورځ ونیسي.

په عین حال کې د کولمبیا ولسمشر درې ورځینی ویر اعلان کړی دی او د خپل په تویتر پاڼه کې یې د دغه ناول لیکونکي د مړینې له کبله خواشنیې څرگنده کړې ده. هغه لیکلي دي: «سل کاله یوازیتوب او غم د تر ټولو د غوره کولمبیایي د مړینې له کبله.»

گبریل گارسیا مارکویز چې د خپلو علاقمندانو په منځ کې د گابو په نوم پیژندل کیده، د ډیر شمیر کسانو په منځ کې تر ټول مشهوره لیکوال چې په هسپانیایي ژبه یې لیکنې کولې بلل کیده. د هغه کار له انجیل پرته، په هسپانیايي ژبه تر خپرو ټولو نورو اثرونو ډیر پلورل شوی دی.

هغه په ۱۹۶۷ کال کې د «سل کاله یوازیتوب» کتاب ولیکه چې په دیرشو ژبو ژباړل شوی او له ۵۰ میلیونه څخه یې ډیرې کاپي گانې پلورل شوي دي. د همدې کتاب له کبله دغه لیکوال ته په ۱۹۸۲ کال کې د ادبیاتو د نوبل جایزه ورکړل شوه. د هغه بل مشهوره کتاب «د وبا د کلونو مینه» نومیږي چې وروسته ورباندې فلمونه هم جوړ شول.

گارسیا مارکویز خپل کار د ورځپاڼې د لیکوال په توگه پیل کړ. هغه بیا وروسته د لنډو کیسو، ناولونو او نورو انشاراتو په لیکلو پیل وکړ. خو کله چې یې د «سل کاله یوازیتوب» کتاب ولیکه، هغه نړیوال شهرت ته ورسید.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب